د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ د هنګو دوره، ترهه ګر بريد كښې د شهيد شوو كسانو كورنيو سره ملاقات

  پېښور 11 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ سهیل آفریدي د هنګو ضلعې دوره وكړه۔د ګل په ورځ د پېښور  وزیر اعلیٰ هاوس وياند له مخې د دورې په مهال وزیراعلی د دروړي بانډه ترهه ګر بريد كښې د شهيد شوو كسانو غمجنيو كورنيو سره ملاقات وكړو۔ وزیر اعلیٰ شهيدانو لپاره د لوړو درجو دعا او فاتحه خواني وكړه او غمجنو كورنيو سره يو والي څركندونه …

 

پېښور 11 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ سهیل آفریدي د هنګو ضلعې دوره وكړه۔د ګل په ورځ د پېښور  وزیر اعلیٰ هاوس وياند له مخې د دورې په مهال وزیراعلی د دروړي بانډه ترهه ګر بريد كښې د شهيد شوو كسانو غمجنيو كورنيو سره ملاقات وكړو۔ وزیر اعلیٰ شهيدانو لپاره د لوړو درجو دعا او فاتحه خواني وكړه او غمجنو كورنيو سره يو والي څركندونه وكړه۔ په دې موقع ر وزیر اعلیٰ سهېل آفریدی ووئيل د انسان كوم هم نعم البدل نه شي كېدے،مونږ د غمجنو كورنيو په غم كښې شريك يو او د هغوي حوصلې ته سلام كوو۔ د وزیر اعلیٰ سهیل آفریدی په مشرۍ كښې ضلع هنګو كښې د پارلماني غړو، مشرانو او سركاري چارواكو جرګه وشوه۔په دې موقع وزیر اعلیٰ سهیل آفریدی ووئيل د ظلم په ضد جنګ شريك دے،مونږ په دې معامله كښې د سیاسی و نظریاتی تړون نه لرې يو موټې يو، صوبائی حکومت به ځپلي يواځې نه پريږدي، د شهیدانو پېکج او ټول سهولیات به باوري كولې شي۔ده ووئيل امن زمونږ د ټولو مطالبه ده ،د امن بحالۍ او حقونو لپاره به هلي ځلې رواني ساتلې شي۔ ده  ووئيل د شهيدانو وينه به بے ځايه نه ځي۔ده ووئيل د خېبر پښتونخوا پولیس او وګړو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لوې قربانۍ وركړي، د صوبې امن، استحکام او اولسي ګټو په ضد د هر اقدام به مخالفت كولې شي ، كوټلې امن ته حكومت خاص پام لرنه كوي

مزید خبریں