اسلام آباد۔11مئی (اے پی پی) پاکستان افغان ناظم الامور خارجه دفتر ته غوښتلو سره هغه ته په 9 مئی 2026ء د خېبر پښتونخوا بنو ضلع كښې په فتح خېل پوليس پوسټ د فتنة الخوارج ترهګرو لخوا د بارودو ډك ګاډي دلارې په بزدلانه بريد سخت احتجاج ريكارډ كړے دے۔ په دې بريد كښې 15 پوليس اهلكار شهيدان او د يو عام وګړي په شمول 4 نور ژوبل شول۔ د …
افغان ناظم الامور خارجه دفتر ته طلب ٬ په فتح خېل پوليس پوسټ ترسره شوي بريد سخت احتجاج ريكارډ كړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔11مئی (اے پی پی) پاکستان افغان ناظم الامور خارجه دفتر ته غوښتلو سره هغه ته په 9 مئی 2026ء د خېبر پښتونخوا بنو ضلع كښې په فتح خېل پوليس پوسټ د فتنة الخوارج ترهګرو لخوا د بارودو ډك ګاډي دلارې په بزدلانه بريد سخت احتجاج ريكارډ كړے دے۔ په دې بريد كښې 15 پوليس اهلكار شهيدان او د يو عام وګړي په شمول 4 نور ژوبل شول۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې افغان ناظم الامور خبر كړے شو چې د پیښې تحقيقيات او جمع كړې شوې شواهدو څخه دا ثابتېږي چې د دې بريد منصوبه بندي په افغانستان كښې موجود ترهګرو كړې وه۔ پاكستان يو وارې بيا د افغان خاورې د پاكستان خلاف ترھګرۍ لپاره په پرله پسې كارول كېدو اندېښنه ښكاره كولو سره په افغان فريق دا خبره په ډاګه كړه چې پاكستان ددې بربريت مرتكب عناصرو په ضد د پرېكنده كارروايۍ حق محفوظ ساتي۔ دا خبره هم په ډاګه كړې شوه چې په افغان خاوره د بېلو ترهګر تنظيمونو پرله پسې موجودګي او د هغوي فعاليتونو لپاره د سازګار چاپېريال نشاندهي د ملګرو ملتونو د مانيټرنګ ډلې او د نورو نړيوالو ادارو په رپورټس كښې هم شوې ده۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ يو شريك مقصد دے او افغان طالبان له به خپل لوظونه پالل وي چې هغه به خپله خاوره د كوم هېواد په ضد كارول كېدو له نه وركوي۔ پاكستان په افغان طالبان رجيم زور راوړي چې هغه دې په افغان خاوره د فتنة الخوارج ٬ فتنة الهندوستان او داعش /آئی اېس کے پی عناصر په ضد كوټلي اقدامات وكړي۔ پاكستان د ورونړو هېوادونو په ثالثۍ كښې د يو شمېر مذاكرتي دورونو د لارې افغان طالبان رجيم سره تعميري رابطې وساتلې بياهم افغان طالبان د ترهګر تنظيمونو په ضد د بامعنې كارروائيو كولو لوظونو كښې ناكامه پاتې شوې دې۔ افغان طالبان خبرولې شي چې كه هغوي ترهګر تنظيمونو ته د پناه وركولو لړۍ روانه وساتله نو پاكستان به د خپلې قامي سلامتيا او د خپلو وګړو د تحفظ هېڅ قسم سودا ونكړي۔(











