بلوچستان كښې تښتولې شوې نجلۍ بازياب، په ممکنه توګه ځانمرګي بريد لپاره تربت څخه اسلام آباد ته منتقل كولې شوه:د وزيراعلی مير سرفراز بګټي پرېس كنفرنس

  کوئټه 11 مئي (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلی ميرسرفرازبګټي وئيلي دي چې امنيتي او اسختباراتي ادارو په وخت كارروائي كولو سره يوه كم عمر نجلۍ ترهګرو څخه بازياب كړې ده، د كومې چې په ښكاره توګه ځانمرګي بريد لپاره د كارول كېدو هڅه روانه وه۔ ده د د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ وزيراعلی سېکرټريټ کوئټه كښې وكړه٬ په دې موقع د لوبو او كلتور خاص …

 

کوئټه 11 مئي (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلی ميرسرفرازبګټي وئيلي دي چې امنيتي او اسختباراتي ادارو په وخت كارروائي كولو سره يوه كم عمر نجلۍ ترهګرو څخه بازياب كړې ده، د كومې چې په ښكاره توګه ځانمرګي بريد لپاره د كارول كېدو هڅه روانه وه۔ ده د د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ وزيراعلی سېکرټريټ کوئټه كښې وكړه٬ په دې موقع د لوبو او كلتور خاص مرستيال مينا مجيد او ايډيشنل چيف سيکريټري داخله حمزه شفقات هم موجود ٶ۔ مير سرفراز بګټي  ووئيل څه موده وړاندې په سوشل ميډيا د يوې كوچنۍ د بې دركه كېدو اطلاعات رامخې ته شوې ٶ خو انټېلي جنس معلوماتو او کارروائۍ څخه معلومه شوه چې جينۍ بې دركه شوې نه وه بلكې د ترهګرو په قبضه كښې وه او په اسلام آباد كښې ممكنه ځانمرګي بريد لپاره تيارولې شوه او د تربت څخه اسلام اباد ته منتقل كېدونكې وه په دې موقع د كاميابې کارروائۍ په مهال دغه نجلۍ په تحويل كښې واخستې شوه۔ وزيراعلي د انټېلي جنس او سکيورټي ادارو کارروائي کلاسک آپريشن ګرځولو سره اړوند ادارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل كه په اسلام آباد كښې ځانمرګې بريد شوے وے نو د دې ډېر سنګين اثرات مرتب كېدې شول۔ ده ووئيل د ابتدائي تحقيقاتو له مخې نجلۍ بليك ميل كولې شوه او پلار ته ورله د قتل دړكې وركولې شوې۔ د وزيراعلی له مخې نجلۍ غريبې كورنۍ سره تعلق لرلو او پلار ئې د ټرك ډرائيو دے۔ په دې موقع مير سرفراز بګټي وويل چې د كم عمره نجلۍ ترهګرۍ لپاره د استعمالېدو هڅه نه يوازې د انسانيت بلکې د بلوچ رواياتو هم منافي ده۔ ده وويل دا خو نه بلوچيت دے او نه د آزادۍ كوم جنګ، بلکې بې ګناه نجلۍ استعمالول يو شرمناك عمل دے۔ وزيراعلٰې دا خبره هم افشا كړه چې نجلۍ خپل د تره زوي لمسولې وه۔  د پرېس كنفرنس په مهال بازېاب كړې شوې نجلۍ او د ھغې پلار هم ميډيا ته وړاندې كړے شو او وزيراعلی اعلان وكړو چې نجلۍ به عزت و احترام سره خپلې كورنۍ ته سپارلې شي۔

 

مزید خبریں