خيبرپښتونخوا كښې د  طوفان او د باران له امله د دېوالونو او چهتونو پرېوتو پېښې ٬ 4 كسان مړه٬ 16 ژوبل

  پېښور 11 مئي (اے پي پي) د پي ډي ايم اے لخوا تېره ورځ د سيلۍ او طوفان سره سره د باران له امله د كورونو ديوالونه او د چهتونو غورځېدو له امله د زيانونو رپورټ جاري كړے دے٬ د پي ډي ايم اے خېبرپښتونخوا وياند له مخې د زول طوفان او باران له امله تر اوسه 4 كسان مړه او 16 ژوبل شوي٬ په حق رسېدليو كښې دوه …

 

پېښور 11 مئي (اے پي پي) د پي ډي ايم اے لخوا تېره ورځ د سيلۍ او طوفان سره سره د باران له امله د كورونو ديوالونه او د چهتونو غورځېدو له امله د زيانونو رپورټ جاري كړے دے٬ د پي ډي ايم اے خېبرپښتونخوا وياند له مخې د زول طوفان او باران له امله تر اوسه 4 كسان مړه او 16 ژوبل شوي٬ په حق رسېدليو كښې دوه نارينه٬ يوه مېرمن او يو ماشوم شامل دے دغسې په ژوبل شويو كښې يوه مېرمن٬ اته نارينه او  اووه ماشومان شامل دي ۔ د پي ډي اېم اے وياند له مخې پېښې د صوبې په مردان، صوابۍ، مالاکنډ او شانګله سيمه كښې رامخې ته شوې دي ٬ پي ډي ايم اے، ضلعي انتظاميه او ټول اړوند ادارې الرټ دي او يو بل سره كوارډينېشن كښې دي٬ د پي ډي ايم اے لخوا په ټولو ضلعو كښې اړوند انتظاميه ځپليو ته زر تر زره د ريليف وركولو امر كړے دے۔ د پي ډي ايم اے وياند له مخې د باران او سيلۍ طوفان لړۍ تر 12 مئي دمې دمې سره د جاري پاتې كېدو امكان دے ۔ د پي ډي ايم اے ايمرجنسي آپريشن سنټر په بشپړه توګه فعاله دے او اولس د هر ډول معلوماتو٬ خبرتيا او پېښې په اړه اطلاع  په 1700 وركولې شي۔

مزید خبریں