اسلام آباد د روغتيا ماډل سټي جوړول وړومبۍ ترجيح ده: مصطفی کمال

  اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفی کمال وئيلي دي چې اسلام آباد د روغتيا په څانګه كښې يو مادل سټي جوړول وړومبۍ ترجيح ده چرته چې وګړو ته اسټېټ آف دي آرټ طبي سهولتونه ترلاسه وي٬ د اسلام آباد زياتېدونكې آبادۍ سره سره آزاد جمو و کشمير، ګلګت بلتستان او د هېواد لرې پرتو سيمو څخه په لويه شمېره خلق دلته د علاج …

 

اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفی کمال وئيلي دي چې اسلام آباد د روغتيا په څانګه كښې يو مادل سټي جوړول وړومبۍ ترجيح ده چرته چې وګړو ته اسټېټ آف دي آرټ طبي سهولتونه ترلاسه وي٬ د اسلام آباد زياتېدونكې آبادۍ سره سره آزاد جمو و کشمير، ګلګت بلتستان او د هېواد لرې پرتو سيمو څخه په لويه شمېره خلق دلته د علاج په غرض راځي٬ دې لپاره د راتلونكې دوه لسيزو په مهال د صحت ضرورتونو له مخې د انفراسټرکچر جامع منصوبه بندي ضروري ده۔ دا خبرې ده د صحت وزارت كښې د غونډې په مهال وكړې۔ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د پمز او پولي کلينک هسپتال د كار استعداد كښې بهترۍ او د اپ ګريډېشن په اړه د سټډي تفصيلي جاج هم واخستے شو۔ وفاقي وزير وويل د اسلام آباد په لويو روغتونونو كښې جامع او د اوږدې مودې هېلتھ کېئر انفراسټرکچر پلان جوړو دغسې چې د سباون د چېلنجز له مخې د روغتونونو نظام مؤثره، جديد او تل پاتې جوړ كړے شي۔ په دې موقع وفاقي وزير امر وكړو چې پمز او پولي کلينک كښې د رنځورانو پالنې٬ د صفائۍ نظام  او د  انفيکشن کنټرول پشمول ټولو څانګې دې د نړيواله معيار له مخې كړې شي۔ ده ووئيل چې روغتونونه د نړيواله معيار له مخې كولو لپاره جوائنټ کمېشن انټرنېشنل (جے سي آئي) اېکرېډېشن به مرحله وار ترلاسه كولې شي۔ وفاقي وزير اړوند ډلې او کنسلټنټ ته امر وكړو چې يو جامع او د عمل وړ منصوبه تيارولو سره دې په درېو اوونيو كښې سفارشات وړاندې كړې شي دغسې چې سباون لپاره موثره او تل پاتې لائحه مرتب كړې شي۔