پېښور ۔ 11 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا بره پورته سيمو ته د ګل په ورځ د مغربي هواګانو نوې لړۍ رارسېدلې چې له امله يۍ د زياتو بارانونو او تندو هواګانو پېشګوئي شوې ده۔ د پي ډي اېم اے خېبر پښتونخوا له مخې د موسمي صورتحال د لاسه د ګلېشيائي تالابونو د شلېدو اندېښنه ښكاره كړې شوې ده۔ په دې لړ كښې د پي ډي اېم …
د خېبر پښتونخوا بره پورته سيمو ته د مغربي هواګانو نوې لړۍ داخله شوه ٬ د ګلېشيئر وېلې كېدو او د تالابونو شلېدو اندېښنه ، اړوندو ضلعو ته خبردارے جاري

مزید خبریں
پېښور ۔ 11 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا بره پورته سيمو ته د ګل په ورځ د مغربي هواګانو نوې لړۍ رارسېدلې چې له امله يۍ د زياتو بارانونو او تندو هواګانو پېشګوئي شوې ده۔ د پي ډي اېم اے خېبر پښتونخوا له مخې د موسمي صورتحال د لاسه د ګلېشيائي تالابونو د شلېدو اندېښنه ښكاره كړې شوې ده۔ په دې لړ كښې د پي ډي اېم اے خېبر پښتونخوا لخوا د اړوندو ضلعو انتظاميې ته خبردارے جاري كړے شوے ۔ د چترال ، سوات، دیر ، کوهستان او مانسهرې په شمول بره ضلعو كښې د ګليشيائي تالابونو شلېدو سره د فلېش فلډ او لېنډ سلائيډنګ خطرې زياتې شوي دي۔ پی ډی اېم اے خېبر پښتونخوا ضلعی انتظامیې ته د حساس ګليشيائي ځايونو د پرله پسې نګرانې او په وخت د وارننګ سسټم فعاله كولو هدايات جاري كړې دي۔ ځائي وګړو او سلانيانو ته وېلو او دريابونو ته نزدې تللو څخه د ډډې كولو هدايت شوے دے۔ دغسې اېن اېچ اے، اېف ډبلیو او او د سی اېنډ ډبلیو په شمول اړوندو ادارو ته سړكونه بندېدو څخه ساتلو له د پېشګي اقدامات هدايات جاري كړې شوي۔ د پی ډی اېم اے اېمرجنسی آپرېشن سنټر په بشپړه توګه فعاله دے ٬ اولس دې په كوم هم بېړني حالت كښې په هېلپ لائن 1700 رابطه وكړي










