د وزيراعليٰ سهيل افريدي د بنو ضلعې دوره، په فتح خېل پوليس تهاڼه د ترهګرو بريد كښې د شهيدو شوو پوليس اهلكارو كورنيو سره غمرازي

  پېښور 11 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سهيل افريدي د بنو ضلعې په دوره كولو د فتح خېل په پوليس تهاڼه د ترهګرو په بريد كښې د شهيدو شوو پوليس اهلكارو غمژنو كورنيو سره ملاقات وكړو ۔ د وزيراعلي هاٶس وياند له مخې وزيراعليٰ غمژنو كورنيو سره غمرازي كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره فاتحه خواني وكړه۔ په دې موقع وزيراعليٰ په روغتونونو كښې د …

 

پېښور 11 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سهيل افريدي د بنو ضلعې په دوره كولو د فتح خېل په پوليس تهاڼه د ترهګرو په بريد كښې د شهيدو شوو پوليس اهلكارو غمژنو كورنيو سره ملاقات وكړو ۔ د وزيراعلي هاٶس وياند له مخې وزيراعليٰ غمژنو كورنيو سره غمرازي كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره فاتحه خواني وكړه۔ په دې موقع وزيراعليٰ په روغتونونو كښې د ژوبل شوو اهلكارو عيادت هم وكړو او هغوي ته ېې د ښو طبي سهولتونو وركولو لپاره امر وكړو۔ په دې موقع  خپلو خبرو وزيراعليٰ ووئيل  صوبائي پوليس د  ترهګرۍ په ضد د ځانګري جرات او د مړاني په څرګندونه كولو سره بلها قربانۍ وركړې دي ٬ صوبائي حکومت او پوليس به په ګډه د ترهګرو په مړانه مقابله كوي۔ سهيل افريدي ووئيل د شهيدانو قربانۍ به عبث نه شي٬ په صوبه كښې امن او امان ته حكومت ورومبۍ پام لرنه كوي

مزید خبریں