اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د آپريشن بنيان مرصوص معرکه حق په يو كال بشپړېدو د مئي لسمه نيټه معركه حق سره د منسوب كولو او دا هر كال په جوش او ولوله سره د لمانځلو اعلان سره ووئيل آپريشن بنيان مرصوص يوازې زمونږ تاريخي عسکري فتح نه د قامي غيرت، اصول او د خوددارۍ تابناكه بريا ده، هند تر نننه د پهلګام …
آپريشن بنيان مرصوص يوازې زمونږ تاريخي عسکري فتح نه د قامي غيرت، اصول او د خود دارۍ تابناكه بريا ده۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د معرکه حق په يو كال بشپړېدو خاص دستورې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د آپريشن بنيان مرصوص معرکه حق په يو كال بشپړېدو د مئي لسمه نيټه معركه حق سره د منسوب كولو او دا هر كال په جوش او ولوله سره د لمانځلو اعلان سره ووئيل آپريشن بنيان مرصوص يوازې زمونږ تاريخي عسکري فتح نه د قامي غيرت، اصول او د خوددارۍ تابناكه بريا ده، هند تر نننه د پهلګام فالس فليګ آپريشن يو ثبوت هم وړاندې نه كړے شو٬ د پاکستان د رښتيا بيانيه كاميابه شوه، زمونږ مېړنو ځوانانو دښمن ته داسې ځواب وركړو چې ھغوي ته ځان پټول ګران شول، زمونږ د بازانو جرات او فتح ميزائيلز د دښمن فضائي دفاعي نظام نيست و نابود كړو او څلور ساعته پس د جنګ بندۍ په درخواست مجبور شو، د شهيدانو وينې او د عظيمو رواياتو مېړنو ځوانانو ته سلام كوو، د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په زيرك او مېړني قيادت كښې پاك پوځ د مړانې نوے باب رقم كړے، د وطن د دفاع مقدس فريضې لپاره ټول قام د خپلو مېړنيو ځواكونو سره سم دے، پاکستان سره د يووالي په څرګندونه د دوست هېوادونو مننه كوٶ٬ د پاکستان او هند ترمېنځه جنګ بندۍ كښې صدر ټرمپ تاريخي کردار لوبولے، منطقې او نړۍ كښې تل پاتې امن لپاره زمونږ په زړه پورې هڅې اوس هم روانې دي ،پاکستان به د مظلومو فلسطينيانو او کشميريانو سفارتي، سياسي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي، زمونږ امنيتي ځواكونه به د خپلې وظيائي پوهې او مړانې څخه ترهګري تل لپاره ختمه كړي۔ په اتحاد ،د معرکه حق په جذبه او سخت محنت به پاكستان په نړۍ كښې لوړ مقام ترلاسه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د آپريشن بنيان مرصوص معرکه حق په يو كال بشپړېدو پاکستان مونومنټ كښې خاص دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې صدر مملکت آصف علي زرداري٬ وزيراعظم شهبازشريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره سره د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو٬ د پاكستان نېوي مشر ايډمرل نويد اشرف٬ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق٬ وفاقي وزيرانو پشمول غېر ملكي سفيرانو٬ سول او عسكري چارواكو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو په لويه شمېره ګډون كولو ۔ وزيراعظم اعلان وكړو چې لسم مئي معركه حق ته منسوب كوٶ او دا ورځ به هر كال په جوش او ولوله سره لمانځلې شي۔ خپله وېنا كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل دښمن د شپې په تياره كښې بريد كړے ٶ٬ د صداقت چراغ د دروغو په پوكو نه مړ كېږي ۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل زمونږ وسله والو ځواكونو د شپې د تيارې بريد په رڼا ورځ بشپړ ځواب وركړے٬ د معرکه حق په “په زړه پورې فتح” د لزي څښتن شکر ادا كوٶ۔ ده ووئيل هند د پهلګام پېښې په بنياد جوړولو په پاكستان تورونه لګول او د پېښې ئې تر اوسه كوم ثبوت وړاندې نه كړے شو، دغسې لوي څښتن پاکستان له عظيم مقام وركړو۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل په نننۍ ورځ د ايئر چيف مارشل او د ھغوي د بازانو تذکره ضروري ده، كله چې زمونږ بازان ورغوټه شول نو دښمن ته ځان ساتل ګران شول٬ د مئي لسمه نيټه معرکه حق ته منسوب كوٶ۔ ده ووئيل زمونږ شهيدانو مورني هېواد لپاره خپل ځانونه قربان كړي ٬ ھغوي ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ۔ ده ووئيل د امريكې جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ د كروړونو انسانانو په ژوند بچ كولو كښې مهم كردار لوبولے٬ د دوه اتومي هېوادونو ترمېنځه جنګ د لوي زيان سبب جوړېدے شو ٬ مونږ منطقه كښې امن غواړو۔ وزيراعظم ووئيل د فيلډ مارشل سيد عاصم منير قيادت به په تاريخ كښې تل په زرينو ټكو ليكلې شي، پاکستان ګاٶنډي ورور هېواد ايران كښې امن لپاره بشپړ كردار لوبولے٬ د جنګ بندۍ په اړه د ايران ځواب هم تر لاسه شوے دے۔ وزيراعظم ووئېل زه ده ورور هېواد سعودي عرب د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز، د ترکيه د صدر رجب طيب اردوان او د نورو هېوادونو د زړه د اخلاصه مننه كوم چا چې د پاكستان د موقف بشپړ تائيد كولو سره د حق ملګرتيا كرې۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان دعظيم او باور وړ دوست چين صدر شي جن پنګ او د چين قيادت او اولس مننه كوي چا چې د ماضي په څېر د معركه حق په مهال هم د پاکستان بشپړه سياسي٬ سفارتي او اخلاقي مرسته كړې چا چې د نه هېردونكې دوستۍ حق ادا كړو او دا محاوره ئې يو ځل بيا رښتيا كړه چې د پاكستان او چين دوستي د هماليه نه لوړه ٬ د سمندر نه ژوره او د شاتو خوږ ده۔ وزيراعظم په منطقه كښې امن لپاره په هلو ځلو كولو نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل پاکستان د مظلوم اولس حقونو او انصاف لپاره د توانا غږ په حېث نړۍ كښې رامخې ته شوے، د غزه په زمكه كه په بې ګناه فلسطينيانو ظلمونه وي يا په مقبوضه جمو و کشمير كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ پاكستان به په هر فورم د خپلو وروڼو بشپړه سفارتي ،سياسي او اخلاقي مرسته كوي او تر ھغه وخت به دا روانه ساتي تر څو چې د فلسطين او مقبوضه جموں و کشمير اولس په آزاده فضا كښې ساه نه وې اغستې۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ځانګرې قربانۍ وركړي او د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان په ضد روان آپريشن كښې پاك پوځ او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو افسران او ځوانان د وطن دفاع لپاره خپل ځانونه قربانوي، د لزي څشتن په تائيد و نصرت سره به پاك پوځ د خپلې بې مثال وظيفائي پوهې او مړانې سره د ترهګري عمري لپاره خاتمه وكړي۔ وزيراعظم ووئيل ځوانان زمونږ قېمتي اثاثي ده ٬ د دوي جوش٬ صلاحيت او جذبه پاكستان كمال ته رسولو لپاره پورا د٬ لوظ كوم چې جديد تعليم، هنر مندي او د روزګار موقعې به د ځوانانو په پښو كښې كېږدم۔ وزيراعظم ووېيل راځۍ چې په نننۍ ورځ دا لوظ وكړو چې د خپلو شهيدانو عظيمې قربانۍ به هېڅ كله نه خېروٶ، په اتحاد ،د معرکه حق په جذبه او سخت محنت به پاكستان له په نړۍ كښې لوړ و اعلې مقام ترلاسه وركوٶ۔ د آپريشن بنيان مرصوص معرکه حق په يو كال ترسره كېدو مانومنټ كښې خاص دستوره وشوه ٬ د دستورې په پېل كښې قامي سرود وغږولے شو او د دريو واړو وسله والو ځواكونو چټك ډلو مارچ پاسټ هم وړاندې كړو۔ په دستوره كښې ملي نغمې هم وړاندې كړې شوې او د وطن دفاغ كولو مقدس فريضه ترسره كولو كښې شهيدو شوو مېړنو ځوانانو ته په زړه پورې پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔











