د كورنيو چارو  وزیر  محسن نقوي سره د بنګله دیش د خارجه چارو  وزیر مملکت شمع عبید اسلام ملاقات،  د دوه اړخيزه اړيكو په  صورتحال او د  پاکستان په مصالحتي کردار د خيالاتو څرګندونه

ډھاکه ۔10مئی  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوي سره د بنګله دیش د خارجه چارو وزیر مملکت شمع عبید اسلام ملاقات وكړو۔ په دې موقع  په دوه اړخيزه اړيكو ،د منطقې په  صورتحال او د  پاکستان په مصالحتي کردار په تفصیل سره خبره وشوې ۔ د بنګله دیش د خارجه چارو وزير مملکت د  ایران امریکې شخړې  حل لپاره  د پاکستان د مصالحتي کردار ستئانه وكړه۔ …

ډھاکه ۔10مئی  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوي سره د بنګله دیش د خارجه چارو وزیر مملکت شمع عبید اسلام ملاقات وكړو۔ په دې موقع  په دوه اړخيزه اړيكو ،د منطقې په  صورتحال او د  پاکستان په مصالحتي کردار په تفصیل سره خبره وشوې ۔ د بنګله دیش د خارجه چارو وزير مملکت د  ایران امریکې شخړې  حل لپاره  د پاکستان د مصالحتي کردار ستئانه وكړه۔ هغه د  تجارت او كلتور  په څانګو كښې د اشتراک په زياتولو اتفاق وكړو ۔ ملاقات كښې  د تجارتی و كلتوري اړيكو  ودې لپاره د پلاويو  په  زیاتو  تبادلو اتفاق  وكړے شو او د   بنګله دیش د خارجه وزير د  پاکستان دورې په اړه هم خبرې وشوې۔ ملاقات كښې وفاقی وزیر محسن نقوي ووئېل  پاکستان كښې د سرمایه کارۍ پراخه  موقعې شته۔ د  بنګله دیش خارجه وزارت سیکرټر ي نذر الاسلام، ډائریکټر جنرل د سوئېلې اسيا  عشرت جهان،  ئرایکتر شمیمه یاسمین او د  پاکستان هائي کمشنر عمران حیدر هم په دې مهال موجود وو ۔