د پاك پوځ نه مسخر كېدونكې مړانې او د پاكستاني قام ځانګړې جذبې ته سلام كوو: هارون اختر خان

اسلام آباد۔10مئی(اے پی پی) د وزيراعظم خصوصي مرستيال هارون اختر خان د معركه حق اولنۍ سالګرې په موقع خپل پېغام كښې وئيلي دي چې نن مونږ كله چې د تېر كال 2025 پرېكنده معركه كښې د پاكستان د بريا سالګره لمانځلو ٬ مونږ د پاك پوځ نه مسخر كېدونكې مړانې او د خپل اولس ځانګړې جذبې ته سلام كوو۔ د اتوار په ورځ خپل پېغام كښی ده ووئيل چې كله …

اسلام آباد۔10مئی(اے پی پی) د وزيراعظم خصوصي مرستيال هارون اختر خان د معركه حق اولنۍ سالګرې په موقع خپل پېغام كښې وئيلي دي چې نن مونږ كله چې د تېر كال 2025 پرېكنده معركه كښې د پاكستان د بريا سالګره لمانځلو ٬ مونږ د پاك پوځ نه مسخر كېدونكې مړانې او د خپل اولس ځانګړې جذبې ته سلام كوو۔ د اتوار په ورځ خپل پېغام كښی ده ووئيل چې كله د امتحان وخت راغلو نو د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر په قيادت كښې زمونږ وسله وال ځواكونه لكه د فولادي دېوال ټينګ اودرېدل۔ دوئي ځانګړي عزم سره د پاكستان د وقار او عزت دفاع وكړه۔ ده ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف او فيلډ مارشل په مشرۍ كښې زمونږ وسله والو ځواكونو د مړانې هغه داستان رقم كړو كوم به چې تل ياد ساتلے شي۔ ده ووئيل دا ننۍ ورځ هر پاكستاني ته دا خبره يادوي چې كله قوم ايمان ٬ مړانه او مقصد كښې متحد وي د نړۍ كوم هم طاقت هغې ته ماتې وركولې نه شي۔