اسلام آباد۔10مئی (اے پي پي) معرکه حق كښې د پاکستان د زړه پورې كاميابۍ قامي او نړيوالې میډیا اعتراف كړے دے ، په معرکه حق كښې د هند خلاف د پاکستان د بريا په اړه په قامي اونړيواله میډیا غږونه راپورته شوي۔ د تفصیلات ترمخه بزدل دښمن د شپې په تياره كښې چې وار وكړو نو پاک پوځ د ورځې په رڼا كښې عبرتناک ځواب وركړو۔ د پاک پوځ پیشه …
معرکه حق كښې د پاکستان د زړه پورې كاميابۍ قامي او نړيواله میډیا كښې اعتراف، د هند خلاف د پاکستان د لويې بريا په قامي او نړيواله میډیا غږونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔10مئی (اے پي پي) معرکه حق كښې د پاکستان د زړه پورې كاميابۍ قامي او نړيوالې میډیا اعتراف كړے دے ، په معرکه حق كښې د هند خلاف د پاکستان د بريا په اړه په قامي اونړيواله میډیا غږونه راپورته شوي۔ د تفصیلات ترمخه بزدل دښمن د شپې په تياره كښې چې وار وكړو نو پاک پوځ د ورځې په رڼا كښې عبرتناک ځواب وركړو۔ د پاک پوځ پیشه ورانه مهارت او د ایمان جذبې د هند د اربونو ډالرز دفاعي نظام له مينځه يوړو ۔د هندي جارحیت خلاف د پاکستان په آپریشن بنیان مرصوص غږونه د ګردې نړغ په میډیا واورېدلې شول ۔ نړيوالو دفاعي پوهانو آپریشن بنیان مرصوص د هندي جارحیت خلاف موثر او خله ماتې ځواب وګرځولو ۔ د ۔پاکستان لخوا هند ته خله ماتې ځواب د مضبوطې دفاع ډډې ادعاګانې رامخې ته كرې ۔ ډي جي آئي ایس پي آرلېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدري ووئېل چې كله پاکستان بريد كوي نو ټوله نړۍ به يې ليدلې شي ۔په قامي میډیا هم د پاکستان د فتحې چرچې وې او دا د هېواد د دفاعي تاريخ مهم سنګ میل وګرځولے شو ۔دفاعي پوهانو د هندي جارحیت خلاف ځوابي بريد د عسکري برترۍ غوره مثلل وګرځولو ۔وسله وال پوځ د خپل ځانه 5 چنده لوي ازلي دښمن ته عبرتناكې ماتې وركړه۔











