اسلام آباد۔10مئی (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېکرټري اشفاق احمد خلیل وئېلي دي معرکه حق راروانو نسلونو ته به تل پاتي رڼا وركوي ، فتح په همت او عزم تر لاسه كېږي ۔ ده د معرکه حق په فتح قام ته مبارکي وركړه او د پاکستانۍ میډیا د متوازن کورېج يې ستائنه هم وكړه ۔ د اتوار په ورځ د معرکه حق په وړومبۍ سالګرہ د رېډیو …
د معرکه حق په کورېج كښې د پاکستانۍ میډیا نړيوال تشخص زيات شوے ،د اطلاعات او خپرونو وفاقي سیکرټري اشفاق احمد خلیل

مزید خبریں
اسلام آباد۔10مئی (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېکرټري اشفاق احمد خلیل وئېلي دي معرکه حق راروانو نسلونو ته به تل پاتي رڼا وركوي ، فتح په همت او عزم تر لاسه كېږي ۔ ده د معرکه حق په فتح قام ته مبارکي وركړه او د پاکستانۍ میډیا د متوازن کورېج يې ستائنه هم وكړه ۔ د اتوار په ورځ د معرکه حق په وړومبۍ سالګرہ د رېډیو پاکستان په يو خاص پوډ کاسټ کښې وفاقي سېکرټري د وسله وال پوځ او قامي قیادت ستائنه كولو سره د دې تاریخي دستورې په مهال د پاکستان د مېديا مضبوط تشخص او د بیانیې لچک رامخې ته كړو ۔ ده قیادت او د وسله وال پوځ د پرېكنده کردار او غیر متزلزل عزم ستائنه وكړه ۔د اطلاعات سیکرټري د معلومات په درستګۍ، د حقائق تر مخه او په ذمه وارۍ د رسنې د لارې په مضبوط نړيوال اعتبار پېدا كولو د پاکستان د مېن اسټریم میډیا ستائنه وكړه ۔ ده ووئېل قامي میډیا تصدیق شوې، په شواهد اډانه رپورټنګ سره په ځواب وركولو د مخالفې بیانیې په مؤثره ډول مقابله وكړه ۔ ده ووئېل د هندۍ میډیا په لويه پېمانه ناسمه معلومات د پاکستان معتبر صحافتي غبرګون په منظم ډول بې نقابه او بے اثره کړه چې ورسره په نړيواله كچه د حقائق وضاحت باوري كړے شو ۔د اطلاعات سیکرټري د آئي ایس پی آر او د اطلاعات وزارت تر مينځه په نزدې همغږۍ رڼا اچولو سره ووئېل د تصدیق سخت عمل باوري كړے شو ، رښتيا او اعتماد برقرار ساتلو لپاره د مکمل تصدیق نه غیر يو خبر هم جاري نه كړے شو ۔اشفاق احمد خلیل خبردارے وركړو چې په ډیجیټل دور كښې جعلي خبرونه يو سنګین چیلنج دے ۔ ده په سوشل میډیا صارفینو زور راوړو چې په خاص توګه حساس او د شخړو په اړه معاملات كښې د ذمه وارۍ او تحمل نه كار واخلي۔ ده په وياړ ووئېل چې قامي میډیا چینلز عمر له قامي بیانیه په ذمه وارۍ سره په نړيواله كچه وړاندې كول د هېواد غږ ګرځولے دے ۔











