د 57 زره نه زيات  پاکستاني وګړي حج لپاره سعودي عرب ته ورسېدل ، د مرستيالې عملې شمېره  1259 او د  بسونو تر 245 زياته كړې شوه ، د  مذهبي چارو وزارت

مکه مکرمه ۔10مئی  (اے پي پي ) پاکستان  څخه د حج كوونكو سعودي عرب ته د راتګ  لړۍ روانه ده ۔ د تېرو  24 ساعتو په مهال  نور 4077  حج كوونكې رارسېدلې دي ۔ د دې راتګ سره  سعودي عرب كښې د پاکستانو شمېره 56,272 ته ورسېده ۔ په  مجموعي توګه د سرکاري کوټې 47 فیصد برخه حجاز مقدس ته رارسېدلې ده۔ د مذهبي چارو  وزارت  تر مخه د  پاکستانيانو …

مکه مکرمه ۔10مئی  (اے پي پي ) پاکستان  څخه د حج كوونكو سعودي عرب ته د راتګ  لړۍ روانه ده ۔ د تېرو  24 ساعتو په مهال  نور 4077  حج كوونكې رارسېدلې دي ۔ د دې راتګ سره  سعودي عرب كښې د پاکستانو شمېره 56,272 ته ورسېده ۔ په  مجموعي توګه د سرکاري کوټې 47 فیصد برخه حجاز مقدس ته رارسېدلې ده۔ د مذهبي چارو  وزارت  تر مخه د  پاکستانيانو حج کونكو  مدینې منورہ  كښې  قیام،زیارت او د عبادت مکمل کولو نه پس مکې مکرمې ته د  منتقلۍ عمل هم روان دے چې ورسره مکه مکرمه كښې د عازمینو شمېره  د 44,370  نه 49,495 ته رسېدلې ده٬ دغسې  مکې ته د  روانېدو په وجه مدینه  منورہ كښې د  شته عازمینو شمېره 7,825 نه په كمېدو  6,777 پاتي شوې ده۔ د حجاج  سهولت لپاره د (خدام) په ځائے كول هم  زيات شوي  او ټوله عمله  1,090 نه تر 1,259 رسېدلې ده  كومه چې د مقررہ هدف 80 فیصد جوړېږي ۔ په دې كښې د معاونینو شمېره 792 او د  میډیکل او تکنیکې عملې 467 شوې ده۔ د وياند تر مخه مکه مكرمه كښې د بسونو شمېره 230  تر  245  رسولې شوې ده۔