وزيراعظم شهباز شريف سره د قطري وزيراعظم او خارجه وزير شېخ بن عبد الرحمن بن جاسم الثاني ټيلېفوني خبرې – امن له د روانو هڅو كاميابي باوري كولو لپاره د ټولو اړخونو لخوا د رغنده او مثبت تړون په اهميت زور

لاهور ۔10مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په منطقه كښې امن لپاره د پاكستاني هڅو په ملاتړ كولو د قطري مشرتابه مننه كولو سره د دې كاميابي باوري كولو لپاره د ټولو اړخونو لخوا د رغنده تړون په اهميت زور راوړے دے۔ د اتوار په ورځ وزيراعظم شهباز شريف سره قطري وزيراعظم او خارجه وزير شېخ بن عبد الرحمن بن جاسم الثاني ټېلېفوني تماس ونيولو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ …

لاهور ۔10مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په منطقه كښې امن لپاره د پاكستاني هڅو په ملاتړ كولو د قطري مشرتابه مننه كولو سره د دې كاميابي باوري كولو لپاره د ټولو اړخونو لخوا د رغنده تړون په اهميت زور راوړے دے۔ د اتوار په ورځ وزيراعظم شهباز شريف سره قطري وزيراعظم او خارجه وزير شېخ بن عبد الرحمن بن جاسم الثاني ټېلېفوني تماس ونيولو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخو د جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو په سيمه ايزه وضعه د خيالاتو څرګندونه او منطقه كښې امن له روانو هڅو كښې د شوي پېشرفت جاج واغست۔ دوي امن له د روانو هڅو كاميابي باوري كولو له د ټولو اړخونو لخوا د رغند او مثبت تړون په اهميت زور راوړو۔ وزیراعظم  د قطر امير شېخ تميم بن الثاني ته د زړه له كومي د نېكو هيلو پېغام رسولو سره ووئيل مونږ د قطري امير د پاكستان راروانې دورې ته سترګې په لاره يو۔ د هغه دورې سره به د پاكستان او قطر همكاري له مضبوطولو او پراخا كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔