بنو – ترهګر بريد كښې 15 پوليس اهلكار شهيدان درې ژوبل شول ، ریجنل پولیس آفیسر سجاد خان

پېښور ۔ 10 مئی (اے پی پی) په بنو كښې تېره شپه په پوليس چوكۍ د ترهګرو بريد كښې 15 پوليس اهلكار شهيدان او 3 ژوبل شوي دي۔ ریجنل پولیس آفیسر (آر پی او) سجاد خان ميډيا ته وئيلي دي چې د خالي په شپه په فتح خېل پولیس چوکۍ د ترسره شوي ترهګر بريد په نتيجه كښې 15 پوليس اهلكار شهيدان او درې ژوبل شوي دي۔ ده ووئيل ترهګرو …

پېښور ۔ 10 مئی (اے پی پی) په بنو كښې تېره شپه په پوليس چوكۍ د ترهګرو بريد كښې 15 پوليس اهلكار شهيدان او 3 ژوبل شوي دي۔ ریجنل پولیس آفیسر (آر پی او) سجاد خان ميډيا ته وئيلي دي چې د خالي په شپه په فتح خېل پولیس چوکۍ د ترسره شوي ترهګر بريد په نتيجه كښې 15 پوليس اهلكار شهيدان او درې ژوبل شوي دي۔ ده ووئيل ترهګرو له باردو ډك ټرك چوكۍ سره په ټكر كولو بريد پېل كړو۔ آر پی او ووئيل د بريد په مهال په چوكۍ كښې 18 پوليس اهلكار موجود وو په كومو كښې چې 15 شهيدان او 3 ژوبل شول۔ له چاؤدنې وروستو ترهګرو سختې ډزې وكړې او بېلو اړخونو څخه يۍ په چوكۍ بريدونه وكړل۔ په سيمه كښې چاؤدنې واورېدلې شوې چې ورسره ځاي وګړي ويرې واخستل۔ په چوكۍ كښې او دغلته ولاړ نور بكتر بند ګاډي تباه كړې شول۔ چاؤدنې سره نزدې كورونو ته زيان ورسېد او په ځائي روغتونونو كښې بېړنې حالت نافذ كړے شو۔ بريد څخه وروستو د آر پی او سجاد خان په مشرۍ كښې بنو پوليس آپرېشن پېل كړو او امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كړه۔ په دې مهال ځائي خلك هم د قانون نافذ كوونكو اهلكارو په ملاتړ كښې له كورونو راووتل۔ د ریسکیو 1122 ډلو د اتوار تر سهار د پېښې په ځاې كښې رېسكيو عمليات بشپړ كړل۔

مزید خبریں