معركه حق پاكستان په عسكري او سفارتي محاذ د يو مضبوط او باوقاره قوت په توګه نړۍ ته څرګند كړو ، بېرسټر دانیال چوهدری

  پېنډۍ ۔ 08 مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكرټري دانيال چوهدري په راولپنډی چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری كښې د معركه حق 2025 اولنۍ يادګارې دستورې ته خطاب كښې ووئيل معركه حق پاكستان په عسكري او سفارتي محاذ د يو مضبوط او باوقاره قوت په توګه نړۍ ته څرګند كړو۔ ده ووئيل پاکستان د هندي جارحيت او منظمې پروپېګنډې نه يوازې په عسكري بلكې سفارتي …

 

پېنډۍ ۔ 08 مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكرټري دانيال چوهدري په راولپنډی چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری كښې د معركه حق 2025 اولنۍ يادګارې دستورې ته خطاب كښې ووئيل معركه حق پاكستان په عسكري او سفارتي محاذ د يو مضبوط او باوقاره قوت په توګه نړۍ ته څرګند كړو۔ ده ووئيل پاکستان د هندي جارحيت او منظمې پروپېګنډې نه يوازې په عسكري بلكې سفارتي او اطلاعاتي محاذ هم بشپړ ځواب وركړو۔ ده ووئيل پاكستان ددې جارحيت په ځواب كښې د آپرېشن بنيان مرصوص لاندې پوځي هدفونه كاميابۍ سره په نښه كړل او په نړۍ يۍ دا په ډاګه كړه چې پاكستان يو ذمه وار او مضبوط دفاعي قوت دے۔ په دې معركه كښې د پاك پوځ پیشه ور مهارت ٬ د فيلډ مارشل عاصم منېر قيادت او د وزيراعظم حكمت عملۍ پرېكنده كردار ترسره كړو۔ ده ددې عزم پخلے وكړو چې پاكستان به تل ريښتيا ٬ امن او قومي سلامتيا تحفظ لپاره په هر محاذ ټينګ اودرېږي۔