د آئي جي خېبر پښتونخوا هنګو پوليس ، سی ټی ډی او سکیورټی فورسز ته د ترهګر بريد په ناكامه كولو پېرزوئنې

    پېښور ۔ 08 مئی (اے پی پی) آئی جی  پولیس خېبر پښتونخوا ذوالفقار حمید مېړني هنګو پولیس ، سی ټی ډی او امنيتي ځواكونو ته د ګڼ شمېر ترهګرو بريد په ناكامه كولو پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د سنټر پوليس آفس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې آئي جي ووئيل چې د هنګو پولیس، سی ټی ډی او سکیورټی فورسز شريكې كارروايۍ په نتيجه كښې د …

 

 

پېښور ۔ 08 مئی (اے پی پی) آئی جی  پولیس خېبر پښتونخوا ذوالفقار حمید مېړني هنګو پولیس ، سی ټی ډی او امنيتي ځواكونو ته د ګڼ شمېر ترهګرو بريد په ناكامه كولو پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د سنټر پوليس آفس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې آئي جي ووئيل چې د هنګو پولیس، سی ټی ډی او سکیورټی فورسز شريكې كارروايۍ په نتيجه كښې د فتنة الخوارج 100 څخه د زياتو ترهګرو هنګو ضلعې ته د راننوتلو هڅه ناكامه كړې شوه۔ په نښتو كښې ترهګرو ته د زيات زيان رسېدو اطلاعات دي۔ د درې ورځني آپرېشن په مهال د فتنه الخوارج ترهګرو او پوليس او امنيتي ځواكونو ترمينځه سختې نښتې وشوې ، د ترهګرو فائر كړې شوې ګولۍ په كورونو پرېوتې چې په نتيجه كښې يۍ 6 وګړي مړه او 13 ژوبل شوي دي۔ د ځايي كسانو له مخې ترهګرو ته زيات زيان رسېدلې او هغوي د خپلو وژل شوو ملګرو جسدونه او ژوبل پورته كولو سره تښتېدلې دي۔ د كامياب آپرېشن په نتيجه كښې اولسي پراپرټي ، سکولونه او غرئيزې سيمې كليئر كړې شوې۔ آئی جی په آپرېشن كښې برخه اخستونكو هنګو پولیس، سی ټی ډی، ایلیټ فورس او د البرق فورس ځوانان له نغد انعامونه او سندونه اعلان كړل۔ د خېبر پوښتونخوا پوليس د خوارج نوغې ويستلو صلاحيت لري ، د اولس د ځان مال تحفظ له به له كومې هم قربانۍ مخ اړولے نه شي۔

مزید خبریں