اسلام آباد۔8مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي چې پاكستان په جنګ كښې كاميابۍ سره سره د امن هم داعي دے ، پاكستان تل دا دريځ خپل كړے چې امن بايد زمونږ كمزوري و نه ګڼلے شي، د پرېس اېسوسی اېشن آف سپریم کورټ لخوا د معركه حق دا دستوره ددې خبرې دليل دے چې د معركه حق او آپرېشن بنيان مرصوص …
پاكستان جنګ كښې كاميابۍ سره د امن هم داعي دے ، د وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ د معركه حق بريا يو كال بشپړ كېدو دستورې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔8مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي چې پاكستان په جنګ كښې كاميابۍ سره سره د امن هم داعي دے ، پاكستان تل دا دريځ خپل كړے چې امن بايد زمونږ كمزوري و نه ګڼلے شي، د پرېس اېسوسی اېشن آف سپریم کورټ لخوا د معركه حق دا دستوره ددې خبرې دليل دے چې د معركه حق او آپرېشن بنيان مرصوص په مهال ټول قام خپلو وسله والو ځواكونو سره يو برابر ولاړ و۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د پرېس اېسوسی اېشن آف سپریم کورټ تر اهتمام لاندې د معركه حق بريا يو كال په بشپړ كېدو تابيا كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل كاميابي قامي يووالي سره ترلاسه كيږي ، د معركه حق په مهال تاريخي مناظر هم رامخې ته شول په كومو كښې چې په پولو پوځ سره سره عام وګړي هم ډرون ويشتونكي وليدلې شوو۔ ده ووئيل مونږ ته پروردګار بيانيه ٬ سفارتي او عسكري محاذونو كښې عزت او بريا راكړه ، د رافیل الوتكې نسكورېدو سره سره د هند غرور هم له منځه لاړو۔ ده ووئيل پاك فضائيه او زمونږ ايئر ډيفنس په نړيواله كچه ومنلې شو۔ ده ووئيل دښمن ته داسے ځواب وركړے شو چې هغه په 4 ساعته كښې په ماتې خوړولو مجبور شو۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاك پروردګار په فضل ٬ بيا د وزيراعظم په وژن او د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر په مړانه او غوره حكمت عملۍ پاكستان بريا ترلاسه كړه۔ ده ووئيل په معركه حق كښې له بريا وروستو اوورسيز پاكستاني وګړو چې پاكستاني پاسپورټ سره په كوم ډول د خوشحالۍ څرګندونه كړې ده په تېر وخت كښې يۍ مثال موندلے نه شي۔ ده ووئيل پاكستان څو چنده لوے دښمن ته فوري او مؤثر ځواب وركړو د كوم له اثراتو څخه چې تر دې دمه هند بهر وتلے نه دے۔ هندي وزيراعظم نرېندر مودي په نړيواله كچه تنهايۍ سره مخ دے۔ ده ووئيل مونږ په نړيوال ميډيا د پاكستان دريځ په بشپړ ډول وړاندے كړو او ځائي ميډيا هاؤسز هم ذمه وار كردار ترسره كړو كوم چې د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل د پاكستاني ميډيا هندي مېډيا سره هېڅ موازنه نشته٬ هندي مېډيا په ځينې وختونو كښې د تھیټر، نوټنکی یا کامېډی شو شكل اختياروي۔ عطاء تارړ ووئيل هندي مېډيا د لاهور او ملتار بندر ځايونو تباه كولو بې بنسټه ادعاګانې وكړې چې ورسره هندي مېډيا افشا شوه٬ په نړيواله كچه د ذمه وار كردار په ترسره كولو د پاكستانۍ مېډيا ستائنه وشوه۔ ده ووئيل د معركه حق په مهال د پاكستاني مېډيا كردار به په زرينو ټكو كښې ليكلې شي۔ ده ووئيل زمونږ ځوان كول د ممېز د لارې دې جنګ ته يو نوے جهت وركړو۔ كله چې هند په پاكستاني يوټيوب چېنلو بندېز ولګولو نو مونږ په دې خوشحاله شو ولې چې دا ددې خبرې علامت و چې دې هغوي ته تكليف رسولو۔ زمونږ ډلې تجويز وركړو چې مونږ به خپلې ملي نغمې او د پاك پوځ سندرې د اشتهارونو په شكل كښې په هندي يوټيوب چېلنجو چلوو ، مونږ داسې نظام وضعه كړو چې ماښام په ټول هند كښې ملي سندرې او د پاكستان پوځ تران اورېدلې شوې۔ په دې د دغې ځاې حكومت پوښتنې پورته كړې چې دا ټول څه روان دي۔ ده ووئيل ټول قام ، جنرېشن زی، سوشل میډیا صارفین، خبريالانو ، میډیا هائوسز، وکيلانو ، انجینئرانو او ډاكټرانو ټولو په خپل خپل محاذ په زړه پورې كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل دا ورځ د پروردګار دش كر ده۔ ده ووئيل د پاكستان تل دا دريځ پاتے شوے دے چې امن دے زمونږ كمزوري ګڼلے نه شي ، پاکستان امن غواړي خو كه جنګ مسلط كړے شو نو بيا به يۍ خله ماتې ځواب وركولے شي۔ ده ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف لخوا د پهلګام پېښې د بې پرې او سپېځلې انكوائرۍ پېشكش يو جدي اقدام و۔ ده ووئيل هند ترهګرۍ ته وده وركول غواړي او پاكستان د اولني صف هېواد په حېث د ترهګرۍ په ضد جنګ كوي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان ابھي نندن نيولو څخه وروستو هند ته د خېر سګالۍ جذبې لاندې بېرته وسپارلو او هند هغه له ايوارډ وركړو ، كوم غېرتمند انسان داسے ايوارډ نه اخلي۔ ده ووئيل ترهګري د هند داخلي مسئله ده او هند دا بهرنۍ مسئله ګرځوي۔ ده ووئيل د كشمير مسئله يوه نړيواله مسئله ده او هند ددې د داخلي معاملې ګرځولو هڅه كوي۔ ده ووئيل د فیلډ مارشل سید عاصم منیر په مشرۍ كښې چې پاك پوځ كوم كردار ترسره كړو د ستائنې وړ دے ، دغسې ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو او د هغه ډلې هم د پېشه ور مهارت څرګندونه وكړه ، د اېډمرل نوید اشرف په مشرۍ كښې پاك بحريه په بشپړه توګه چمتو پاتې شوه۔ ده ووئيل د معركه حق دا دستوره يو مثبت رايت دے او دا بايد جاري وساتلے شي۔ د دستورې په پايه كښې كېك هم پرېكړے شو۔(











