د امريكې او ايران ترمېنځه د ثالثۍ روانو هلو ځلو په اړه هيلمند يو ٬ زر يا څه وخت پس به يوه لوظنامه وشي۔ طاهر حسېن اندرابي

  اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي وئيلي دي چې د امريكې او ايران ترمېنځه د ثالثۍ روانو هلو ځلو په اړه هيلمند يو ٬ زر يا څه وخت پس به يوه لوظنامه وشي۔۔ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ده هيله څرګنده كړه چې ډلې به داسې تل پاتې او سوله ايز حل راوباسي كوم چې به نه …

 

اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي وئيلي دي چې د امريكې او ايران ترمېنځه د ثالثۍ روانو هلو ځلو په اړه هيلمند يو ٬ زر يا څه وخت پس به يوه لوظنامه وشي۔۔ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ده هيله څرګنده كړه چې ډلې به داسې تل پاتې او سوله ايز حل راوباسي كوم چې به نه يوازې په منطقه كښې بلكې ګردې نړۍ كښې د امن سبب جوړ شي۔ وياند ووئيل چې د شورو په ورځ وزيراعظم شهباز شريف په آبنائے هرمز كښې “پروجيکټ فريډم” په عارضي توګه د ايسارولو اعلان په وخت اقدام ګرځولو سره د دې هركلے كړے۔ ده ووئيل چې وزيراعظم وئيلي دي چې پاكستان د هر ھغه هڅې بشپړه ملاتړ كوي كومه چې د تحمل، په تاٶ تريخوالي كښې د كمي او د شخړو سوله ايز حل لپاره مذاکرات او د سفارت کاري د لارې مخ په وړاندې بوتللے شي۔ وياند ووئيل چې نائب وزيراعظم اسحاق ډار په تېره اوونۍ كښې د خپل همڅنګ وزيرانو سره رابطې وكړې چې پكښې د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي، د كوېت خارجه وزير، د اردن نائب وزيراعظم او د برتانيه خارجه وزير شامل دي دغسې چې امن او سفارتي حل مخ په وړآندې بوتللې شي۔