اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي په معركه حق كښې مونږ له د هند مهم هدفونه په نښه كول وو ، كه جنګ بندي شوې نه وه نو د هند به زيات زيان شوے ؤ ، اوس به هند د پاكستان خلاف كومې مهم جويۍ كولو څخه وړاندې سوچ ضرور كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ وزير مملكت …
په معركه حق كښې مونږ له د هند مهم هدفونه په نښه كول وو ، كه جنګ بندي شوې نه وه هند به زيات زيان سره مخ و: د كورنيو چارو وفاقي وزير خبري كنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي په معركه حق كښې مونږ له د هند مهم هدفونه په نښه كول وو ، كه جنګ بندي شوې نه وه نو د هند به زيات زيان شوے ؤ ، اوس به هند د پاكستان خلاف كومې مهم جويۍ كولو څخه وړاندې سوچ ضرور كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ وزير مملكت طلال چوهدري سره په ګډه خبري كنفرنس ته وېنا كښې وكړه۔ محسن نقوی ووئيل په معركه حق كښې د پروردګار په مرسته پاكستان كاميابي ترلاسه كره ، په ګرد هېواد كښې معركه حق سره اړوندې دستورې كيږي۔ ده ووئيل هند د وړوكي او منځوماني سائز ډرون زمونږ سيمو ته پرېښودل ، ډېر كم زمونږ هېواد ته راورسېدل ٬ زياتره په پوله تباه كړے شول۔ د هند هڅه وه چې سائبر بريدونه وكړي خو سائبر بريدونو كښې هم هند نزدې رانغلو۔ ده ووئيل پاك پوځ په معركه حق كښې د قام سر په وياړ هسك كړو۔ ده ووئيل په نوي ډيلي كښې د هندي وزيراعظم د كور د پاسه زمونږ ډرونزو تاوېدل چې ورسره هند كښې يره ترخه خپره شوه ، زمونږ ټارګټ د هند عام وګړي نه وو بلخوا هغوي زمونږ سول آبادي په نښه كړه۔ ده ووئيل زمونږ رېنجرز پولې ته نزدې وو ٬ هند سپين بېرغونه پورته كړل۔محسن نقوی ووئيل هند سره جنګ كښې د پاكستانۍ ميډيا كردار د ستائنې وړ پاتې شو۔ زمونږ ميډيا قام يو موټے كړو او د هند مېډيا پرله پسې كنفيوز وه۔ ده ووئيل هند جنګ بندۍ څخه وړاندې زمونږ په بېس بريد كړے ؤ ، مونږ د هغې په ځواب كښې بريد وكړو او د هغوي ټول آئل ډپو مو تباه كړو۔ ده ووئيل زمونږ د امنيتي ادارو په آپرېشن بنیان مرصوص كښې مركزي كردار ؤ ۔ زمونږ استخباراتي ايجنسو هم د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د پاك هند جنګ په مهال امريكائي صدر ټرمپ هند د لوې زيان څخه بچ كړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ما د امريكې او ايران چارې ورانېدونكې او جوړېدونكې ليدلي دي٬ د امريكې ايران جنګ بندۍ كښې د فيلډ مارشل عاصم منېر په هڅو بايد باور ولرلے شي۔











