وفاقي وزير محسن نقوي د اسلام آباد ايئرپورټ ناڅاپي دوره٬ د حج كوونكو او د نورو مسافرو د اميګريشن عمل جاج واخستلے شو

  اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي محسن نقوي د اسلام آباد ايئرپورټ ناڅابي دوره وكړه او د حج كوٶنكو او نورو مسافرو لپاره د اميګريشن د عمل ئې جاج واخست٬ محسن نقوي د "رود ټو مکه" له مخئ په ايئرپورټ  د پاکستانو مسافرو  د سعودي اميګريشن لپاره د جوړو کاؤنټرز  معائنه وكړه او سټاف سره ئې وليدل۔ د زيارت په ورځ د داخله وزارت …

 

اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي محسن نقوي د اسلام آباد ايئرپورټ ناڅابي دوره وكړه او د حج كوٶنكو او نورو مسافرو لپاره د اميګريشن د عمل ئې جاج واخست٬ محسن نقوي د “رود ټو مکه” له مخئ په ايئرپورټ  د پاکستانو مسافرو  د سعودي اميګريشن لپاره د جوړو کاؤنټرز  معائنه وكړه او سټاف سره ئې وليدل۔ د زيارت په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د روډ ټو مکه له مخې حج كوونكو ته د پاکستان په ايئرپورټ د سعودي اميګريشن  تند رفتاره سهولت وركړے كېږي او په دې انتظامات دوي د اطمينان څړګندونې كولو سره د داخله وزير مننه وكړه۔ حج كوٶنكو داخله وزير سره په خبرو كښې ووئيل پراسيس ډېر آسان ٶ٬ كومه مسئله نه د رامخې ته شوې٬ وفاقي وزير د مسافرو نه د اميګريشن او نورو سهولتونو په اړه معلومات هم تر لاسه كړل۔ مسافرو ووئيل په اميګريشن كښې څو دقيقي لګي او ټول عمل ډېر آسان ٶ۔ وفاقي وزير ووئيل د جديد ټيکنالوجي كارولو سره سکيورټي نظام اپ ګريډ كوٶ۔ په دې موقع د اېف آئي اے ډي جي ډاکټر عثمان انور، ډائريکټر اسلام آباد زون شهزاد بخاري او نور افسران هم موجود وٶ