په معرکه حق كښې سول و عسکري همكارۍ او په وخت معلومات پاکستان سره د جعلي خبرونو موثره مقابلې له مرسته كړې۔ د وفاقي وزير عطاء الله تارړ ويبينار ته وېنا

اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي سول و عسکري نزدې همكارۍ٬  د مصدقه معلومات په وخت ترسيل او د ميډيا ذمه وار كردار تېر كال هند سره د معرکه حق  په مهال پاكستان سره د جعلي خبرونو موثره مقابلې  او خپله بيانيه مضبوطولو له مرسته كړې۔ دا خبره وفاقي وزير د ايکسټرنل پبلسټي ونګ تر سېوري لاندې ك …

اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي سول و عسکري نزدې همكارۍ٬  د مصدقه معلومات په وخت ترسيل او د ميډيا ذمه وار كردار تېر كال هند سره د معرکه حق  په مهال پاكستان سره د جعلي خبرونو موثره مقابلې  او خپله بيانيه مضبوطولو له مرسته كړې۔ دا خبره وفاقي وزير د ايکسټرنل پبلسټي ونګ تر سېوري لاندې ك “Truth Beyond Borders” په سرخط وېبينار ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل تېر كال د تاٶ تريخوالي په مهال درست او د مصدقه معلومات په وخت او تر متعلقه حلقه جات رسولو لپاره حكومت ټول شته وسائل كارولي ۔ ده ووئيل  صورتحال دومره په تندۍ سره بدلېدو او د معلوماتو جريان هم ډېر زيات ؤ ، دې لپاره مونږ له نه يوازې د معلومات تصديق لپاره خپل وسائل كارول وٶ بلكې دا هم باوري كول وٶ چې درست معلومات په وخت درست حلقه جات ته ورسولې شي ۔ ده ووئيل تېر كال د پولئيز تاو تريخوالي په مهال د اطلاعات وزارت ټولې څانګې او محكمې  د موثر غبرګون او مستند معلومات د كوم تعطل نه غېر رسنه باوري كولو لپاره فعاله كړې شوې وې ۔ ده ووئيل  مس انفارميشن او د فيک نيوز موثره مقابله كښې د پاکستان د کاميابۍ يو مهم سبب د سول و عسکري قيادت ترمېنځه قوي همكاري او د اطلاعات او خپرونو وزارت او آئي اېس پي آر ترمېنځه نزدې رابطه وه۔ ده زياته كړه چې مونږ د معلومات ډېر موثره او منظم نظام لرلو او مونږ درست معلومات په وخت ميډيا ته رسول۔ وفاقي وزير د تاٶ تريخوالي په مهال د ذمه وارۍ او يووالي په څرګندونه د پاكستان ميډيا او د سوشل ميډيا صارفين ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ عطاء الله تارړ ووئيل د ټولو ډلو پشمول په اولس كښې وحدت ٶ او ټول قام خپلو وسله وال ځواكونو او حكومت سره اوږه په اوږه ولاړ ٶ۔ ده ووئيل تېر كال كله چې هند په پاكستان بريد وكړو نو مونږ په نيم ساعت كښې په نړيواله ميډيا خپل موقف وړاندې كړو او قامي ټي وي چېنلز او سوشل ميډيا ته نېغ په نېغه معلومات ورسول شول٬ په وخت د معلومات په رسولو كښې موثره اداره جاتي مرسته  د آئي ايس پي آر په معاونت ممكن شوه ٬ وفاقي وزير ووئيل پاکستان فيکټ چيکنګ فورمز او تصديقي نظام هم جوړ كړو كومو چې د ناسمه خبرونو او ګمراه  كوٶنكو معلوماتو په مخ نيوي كښې هم كردار لوبولے۔ وفاقي وزير ووئيل  د پاکستان د وړومبي ډيجيټل کميونيکيشن ډيپارټمنټ جوړېدو په هېواد كښې د ډس انفارميشن چيلنجز د مخنيوي صلاحيت لا ښه كړے دے۔ ده ووئيل مونږ سره مناسب وسائل او نظام موجود ٶ، كله چې مونږ دا نظامونه وكارول نو مكمل كاميابي تر لاسه شوه ۔