وهاړی ۔ 07 مئی (اے پی پی) د ايجوكېشن محكمې تر انتظام لاندې په ګورنمنټ ماډل هائیر سېکنډری سکول وهاړی كښې د معرکه حق “بنیان مرصوص” كاميابۍ په يو كال بشپړېدو يوه وقار لرونكې دستوره او لاريون وكړے شو۔ ډپټی کمشنر وهاړی خالد جاوید ګورائیه په دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ په دې موقع اسسټنټ کمشنر انعم اکرم، پخواني اېم اېن اے چوهدری نذیر احمد …
وهاړی ، د معرکه حق “بنیان مرصوص” په كاميابۍ دستوره او لاريون ، پاك پوځ ته پېرزوئنې

مزید خبریں
وهاړی ۔ 07 مئی (اے پی پی) د ايجوكېشن محكمې تر انتظام لاندې په ګورنمنټ ماډل هائیر سېکنډری سکول وهاړی كښې د معرکه حق “بنیان مرصوص” كاميابۍ په يو كال بشپړېدو يوه وقار لرونكې دستوره او لاريون وكړے شو۔ ډپټی کمشنر وهاړی خالد جاوید ګورائیه په دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ په دې موقع اسسټنټ کمشنر انعم اکرم، پخواني اېم اېن اے چوهدری نذیر احمد آرائیں، پخوانے اېم پي اے سردار خالد محمود ډوګر او نور اړوند افسران او عام وګړي هم موجود وو۔ د ډپټي كمشنر په مشرۍ كښې لاريون پرېس كلب څخه تر ګورنمنټ ماډل هائیر سېکنډری سکول ووېستلے شو۔ دستورې ته خطاب كښی ډپټي كمشنر خالد جاوېد ووئيل معرکهٔ حق د پاکستان د دفاعي تاريخ روښانه باب دے٬ پاكستاني پوځ د هندي جارحيت په بشپړ ځواب وركولو دښمن عبرتناكې ماتې سره مخ كړو او په نړيواله كچه د پاكستان وقار لا زيات شو۔ سی ای او اېجوکیشن ناصر عزیز ووئيل په معركه حق كښې كاميابي د قامي يووالي او دفاعي خپلواكۍ ښكاره ثبوت دے۔ په دستوره كښې زده كوونكو په ملي سندرو ټېبلوز او شهيدانو ته يۍ پیرزوئنې وړاندې كړې۔










