تله ګنګ ، د معرکه حق اولنۍ سالګرې په موقع دستوره او لاريون ، پاک پوځ سره د يووالي څرګندونه

  تله ګنګ۔ 07 مئی (اے پی پی) د معركه حق يو كال  بشپړېدو د تله ګنګ چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري د يوې باوقاره دستورې او لاريون  اهتمام وكړو په كوم كښې چې ضلعي انتظاميې او د پوليس اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع د صحافتي تنظيمونو استازي او نور معززين هم موجود وو۔ دستورې ته خطاب كښې اېډیشنل ډپټی کمشنر جنرل ووئيل تېر كال پاك پوځ دښمن …

 

تله ګنګ۔ 07 مئی (اے پی پی) د معركه حق يو كال  بشپړېدو د تله ګنګ چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري د يوې باوقاره دستورې او لاريون  اهتمام وكړو په كوم كښې چې ضلعي انتظاميې او د پوليس اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع د صحافتي تنظيمونو استازي او نور معززين هم موجود وو۔ دستورې ته خطاب كښې اېډیشنل ډپټی کمشنر جنرل ووئيل تېر كال پاك پوځ دښمن ته د ځواب وركولو سره د خپلو پېشه ورو صلاحيتونو څرګندونه وكړه چې ورسره د پاكستان وقار زيات شو۔ ده ووئيل ټول قام خپلو وسله والو ځواكونو او مشرتابه سره يو برابر ولاړ دے۔ د تله ګنګ ډي اېس پي او د چېمبر استازو خپلو وېناګانو كښې پاك پوځ ته پیرزوئنې وړاندې كولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې قام به د خپلو وسله والو ځواكونو ترڅنګ ولاړ وي۔ وروستو لاريون اووېستلے شو په كوم كښې چې ګډون كوونكو خپلو وسله والو ځواكونو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔