اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزارت او د اسلام آباد چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري په ګډه يو جامع نظام وضع كولو ته اتفاق كړے چې له مخې به ئې په ماركيټ اډانه داسې نصاب جوړولې شي كوم چې به د پاكستان ځوانان يوازې د ملازمت متلاشي نه بلكې روزګار وركوونكي جوړوي۔ دا اتفاق د شورو په ورځ د تعليم وزير …
د تعليم وزير مملکت وجيهه قمر د اسلام آباد چيمبر آف کامرس دوره، د صنعت او تعليمي ادارو ترمېنځه مستقل روابط او موثره همكارۍ لپاره د نظام وضع كولو ته اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزارت او د اسلام آباد چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري په ګډه يو جامع نظام وضع كولو ته اتفاق كړے چې له مخې به ئې په ماركيټ اډانه داسې نصاب جوړولې شي كوم چې به د پاكستان ځوانان يوازې د ملازمت متلاشي نه بلكې روزګار وركوونكي جوړوي۔ دا اتفاق د شورو په ورځ د تعليم وزير مملکت وجيهه قمر د آئي سي سي آئي دورې په موقع راغلو ٬ د دې نه وړاندې چيمبر ته په رسېدو د چمېبر مشرانو او غړو د وزيرمملكت تود هركلے وكړو٬ د دواړٶ اړخٶنو لخوا دې مقصد ترلاسه كولو لپاره د مشترکه ورکنګ ګروپ جوړولو او د فوکل پرسنز مقرر كولو ته هم سلاح يوه شوه دغسې چې د صنعت او تعليمي ادارو ترمېنځه مستقل رابطه او موثره همكاري باوري كړې شي۔ په دې موقع وجيهه قمر د صنعت او تعليمي ادارو ترمېنځه د مضبوطو روابطو په ضرورت زور راوړو او په كاروباري ورورولۍ ئې زور راوړو چې ھغوي تعليم د ماركيټ ضرورتونو سره سمولو لپاره د عمل وړ او جامع وړاندېزونه وركړي











