د بلوچستان وزیر اعلیٰ په مشرۍ كښې د پي پي پي بورډ اتمه غونډه

کوئټه۔ 06 مئی (اے پي پي ) د بلوچستان وزيراعلې میر سرفراز بګتي وئېلي دي صوبه كښې  تل پاتي پرمختګ ، معاشي استحکام او اولسي ښېګړې  لپاره حکومت  يوه جامع او كوټلې تګلاره عملي كولو له  اقدامات كوي  ٬  د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ مؤثر ودې فروغ څخه د  ترقیاتي منصوبو رفتار، معیار او  پائیداري باوري كولې شي ٬ د كومو به ګټور  اثرات  په معیشت او اولسي خدمات دواړو  مرتب …

کوئټه۔ 06 مئی (اے پي پي ) د بلوچستان وزيراعلې میر سرفراز بګتي وئېلي دي صوبه كښې  تل پاتي پرمختګ ، معاشي استحکام او اولسي ښېګړې  لپاره حکومت  يوه جامع او كوټلې تګلاره عملي كولو له  اقدامات كوي  ٬  د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ مؤثر ودې فروغ څخه د  ترقیاتي منصوبو رفتار، معیار او  پائیداري باوري كولې شي ٬ د كومو به ګټور  اثرات  په معیشت او اولسي خدمات دواړو  مرتب شي  ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده  د شورو په  ورځ د  پبلک پرائیویټ پارټنرشپ بورډ  اتمې غونډې ته مشرۍ كښې وكره ۔ غونډه كښې  صوبه كښې د تل پاتي ترقۍ ، د توان د مؤثر استعمال، ماحول دوسته ټرانسپورٹ او د  شخصي څانګې د شراکت دارۍ زياتولو  په اړه د مهمو پرېكړو  منظوري وركړې شوه او   د اولس ګټې  و ادارہ جاتي کارکردګۍ ښه كولو له د بېلو  منصوبو تفصیلي جاج واغستلے شو  ۔ غونډه  سر ښار  کوئټه كښې د روان ګرین او  پنک بس سروسز  د  وار په وار په الیکټرک بسونو  د بدلولو اصولي پركړه وشوه  د دې اقدام مقصد ښار ماحول د  خيرنتيا  نه پاک او اولس ته  جدید، محفوظ او آرام لرونكې  سفری سهولیات وركلو دي ۔ د توان په څانګه كښې کفایت شعارۍ او د  متبادل ذرائعو ودې تر مخه  د چیف منسټر سیکرټریټ په سولر انرجۍ  د  منتقل کولو هم منظوري  وركرې شوه  د كومې سره به چې نه يوازې اخراجات كم شي بلکہ ماحول دوسته پالیسیو ته به وده تر لاسه شي  ۔غونډه كښې په دې خبره اتفاق کراغلو جې  بلوچستان كښې د نجي شراکت دارۍ  تر مخه به  انشورنس کمپني لمیټډ جوړولې شي  چې ورسره به د سرمايه كارۍ نوې موقعې رامخې ته شي ۔

مزید خبریں