پېښور 06 مئي (اے پي پي) صوابۍ كښې د ضلعي انتظاميه تر سېوري لاندې د شورو په ورځ د معركه حق په اړه د لاريون تابيا وشوه ٬ د صوابۍ ډپټي كمشنر دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په لاريون كښې د صوابۍ اسسټنټ کمشنر ډاکټر علينه شکيل ناګره، اسسټنټ کمشنر فيصل شهزاد، ريونيو سټاف، د بازار يونين، د ټي ايم اے چارواكو ، تاجرانو ، د سيمې مشرانو …
صوابۍ كښې د ضلعي انتظاميه تر سېوري لاندې د معركه حق په اړه د لاريون تابيا

مزید خبریں
پېښور 06 مئي (اے پي پي) صوابۍ كښې د ضلعي انتظاميه تر سېوري لاندې د شورو په ورځ د معركه حق په اړه د لاريون تابيا وشوه ٬ د صوابۍ ډپټي كمشنر دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په لاريون كښې د صوابۍ اسسټنټ کمشنر ډاکټر علينه شکيل ناګره، اسسټنټ کمشنر فيصل شهزاد، ريونيو سټاف، د بازار يونين، د ټي ايم اے چارواكو ، تاجرانو ، د سيمې مشرانو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو په لويه شمېره ګډون وكړو ۔ د لاريون مقصد د پاكستان سلامتيا، استحکام او د پاك پوځ لازواله قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كول وو٬ ګډون كوٶنكو قامي يووالي٬ وحدت او د پاکستان ترقۍ او خوشحالۍ له د عزم څرګندونه وكړه۔ په دې موقع مقررينو ووئيل ټول قام خپلو مېړنو ځواكونو او د هېواد ادارو سره ولاړ دے او د هېواد سلامتيا و دفاع لپاره هر ډول قربانۍ له چمتو دے۔










