پېښور 05 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا په صوبائي اسمبلۍ كښې د هېواد نوموړي عالم دین، د صوبائي اسمبلۍ پخواني غړي ٬ د جمعیت علما اسلام صوبائي سرپرست او د مرکزي مجلسِ شوری غړي شېخ الحدیث حضرت مولانا محمد ادریس قتل په ضد د غندنې قرارداد جمع كړے شو۔ د ایوان غړو د افسوس وړ په دې پښه د غم دړد څرګندونې كولو سره دا د امن و امان …
په صوبائي اسمبلۍ كښې د مولانا محمد ادریس د قتل په ضد د غندنې قرارداد جمع كړے شو

مزید خبریں
پېښور 05 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا په صوبائي اسمبلۍ كښې د هېواد نوموړي عالم دین، د صوبائي اسمبلۍ پخواني غړي ٬ د جمعیت علما اسلام صوبائي سرپرست او د مرکزي مجلسِ شوری غړي شېخ الحدیث حضرت مولانا محمد ادریس قتل په ضد د غندنې قرارداد جمع كړے شو۔ د ایوان غړو د افسوس وړ په دې پښه د غم دړد څرګندونې كولو سره دا د امن و امان د صورتحال يوه سنګينه پوښتنه وګرځوله ٬ قرارداد كښې حكومت څخه مطالبه وكړې شوه چې په پېښه كښې ككړ كسان په سمدستي توګه ګرفتار او قانون سره مخ كړے شي او سزا وركړې شي دغسې چې د دغسې جرائمو مخ نيوے ممكن شي۔ قرارداد د جمعیت علما اسلام غړي مولانا لطف الرحمان، ریحانه اسماعیل، رابعه شاهین، سجاد اللہ، محمد ریاض شاهین، ایمن جلیل جان، نیلوفر بي بي، ناپیدہ نور، عدنان وزیر او عاصمه عالم پشمول د نورو غړو لخوا جمع كړے شو










