د مولانا شيخ ادريس په شهادت، د چارسده ډي پي او د ايس پي انوسټي ګيشن په مشرۍ كښې خاص تحقيقاتي كمېټي جوړه كړه

پېښور 05 مئي (اے پي پي)د چارسده ډسټرکټ پوليس آفيسر (ډي پي او) محمد وقاص خان د نوميالي عالم دين مولانا شيخ ادريس په دړدېدٶنكي شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونې سره ووئيل دا پېښه ډېره د افسوس وړ٬ سفاکانه او د زغملو وړ نه ده۔ د چارسده پوليس وياند له مخې ده ووئيل د مولانا محمد ادريس شهادت نه يوازې د ھغوي كورنۍ بلكې ټولې معاشرې او ديني …

پېښور 05 مئي (اے پي پي)د چارسده ډسټرکټ پوليس آفيسر (ډي پي او) محمد وقاص خان د نوميالي عالم دين مولانا شيخ ادريس په دړدېدٶنكي شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونې سره ووئيل دا پېښه ډېره د افسوس وړ٬ سفاکانه او د زغملو وړ نه ده۔ د چارسده پوليس وياند له مخې ده ووئيل د مولانا محمد ادريس شهادت نه يوازې د ھغوي كورنۍ بلكې ټولې معاشرې او ديني حلقه جات لپاره لويه پېښه ده او د ضلعي پوليس د غم په دې ګهړۍ كښې ځپلې كورنۍ او غمژن اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي٬ د افسوس وړ په دې پېښه كښې دوه پوليس اهلكار ژوبل شوي هم دي٬ د ھغوي روغتيا لپاره هم د نېكو هيلو څرګندونه كوٶ۔ ده ووئيل د پېښې نه سمدستي وروستو پوليس نفري د پېښې ځے ته رسېدلې ٬ تو سيمه محاصره كولو سره شواهد جمع كړې شوي٬ د ابتدائي تحقيقات په لړ كښې نزدې ځايونو څخه سي سي ټي وي فوټيجز ترلاسه كړې شوي او د ھغې جاج اخلو دغسې چې د تورنو شناخت او په نيولو كښې مرسته ترلاسه شي ۔ ډي پي او محمد وقاص خان د ايس پي انوسټي ګيشن په مشرۍ كښې خاص تحقيقاتي كمېټي جوړه كړه كومه چې به په سائنسي لارو جارو تحقيقات كوي۔ ډي پي او چارسده واضحه كړه چې په دې ناوړه پېښه كښې ككړ عناصر به قانون سره مخ كوٶ او هغوي ته سختې سزا وركولو لپاره به ټول شته وسائل كارولې شي

مزید خبریں