آئی جی خېبر پښتونخوا په وژونكي بريد كښې د مولانا ادريس د شهادت پېښې رپورټ وغوښتلو

پېښور ۔ 05 مئی (اے پی پی) آئی جی خېبر پښتونخوا پولیس ذوالفقار حمید د نهې په ورځ د نامعلومه كسانو لخوا ترسره شوي بريد كښې د مولانا ادريس د شهادت پېښې فوري نوټس اغستلو سره آر پی او مردان څخه په فوري توګه د پېښې رپورټ غوښتلے دے۔ د سنټرل پولیس آفس پېښور د وياند له مخې آئي جي د تورنو زر تر زره نيول باوري كولو له د …

پېښور ۔ 05 مئی (اے پی پی) آئی جی خېبر پښتونخوا پولیس ذوالفقار حمید د نهې په ورځ د نامعلومه كسانو لخوا ترسره شوي بريد كښې د مولانا ادريس د شهادت پېښې فوري نوټس اغستلو سره آر پی او مردان څخه په فوري توګه د پېښې رپورټ غوښتلے دے۔ د سنټرل پولیس آفس پېښور د وياند له مخې آئي جي د تورنو زر تر زره نيول باوري كولو له د اقداماتو كولو احكامات جاري كړل۔ ذوالفقار حمید ووئيل د مولانا ادريس ديني او قومي خذمات د هېرولو نه دي۔ په دې پېښه كښې ككړ كسان به ډېر زر انصاف سره مخ كړې شي۔ ده ووئيل د غم په دې وخت كښې پوليس د غمجنې كورنۍ په غم دړد كښې يو برابر شريك دے او هغوي ته به انصاف وركړي

مزید خبریں