کوئټه۔ 04 مئی (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي وئيلي دي چې معركه حق يوازې يوه عسكري كاميابي نه بلكې د قومي عزم ٬ حوصلې او يو والي يو روښانه علامت دے كوم چې دا ثابت كړې چې پاكستان به كله هم د خپلې خپلواكۍ او دفاع سودا ونكړي۔ په اېكس خپل پېغام كښې ده ووئيل پاک پوځ د دښمن د جارحيت بشپړ ځواب كولو سره سره د …
’’معرکه حق‘‘ د پاكستان د تاريخ يو زرين باب دے كوم به چې راتلونكو نسلونو ته د يووالي ٬ عزم او قربانۍ پېغام وركوي: د بلوچستان وزيراعلی

مزید خبریں
کوئټه۔ 04 مئی (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي وئيلي دي چې معركه حق يوازې يوه عسكري كاميابي نه بلكې د قومي عزم ٬ حوصلې او يو والي يو روښانه علامت دے كوم چې دا ثابت كړې چې پاكستان به كله هم د خپلې خپلواكۍ او دفاع سودا ونكړي۔ په اېكس خپل پېغام كښې ده ووئيل پاک پوځ د دښمن د جارحيت بشپړ ځواب كولو سره سره د ګران هېواد دفاع هم مضبوطه كړه۔ ده ووئيل دا كاميابي يوازې د جنګ د مېدان نه ده بلكې دا د هغه قام بريا ده كوم چې د ازمائش په وخت يو موټے كيږي۔ ده ووئيل معركه حق ددې حقيت څرګندونه كوي چې د پاكستان اصل سرمايه د ادارو مضبوطيا ٬يو والې او د اولس په خپلو محافظينو نه كمزورې كېدونكې باور دے۔ ده ووئيل شمالي سيمو څخه واخله تر ساحلي پټۍ د دښمن سازش ناكامه كولو له ټول قام په يو صف كښې ادرېدو۔ ده د وزيراعظم شهباز شريف مشرتابه ته پیرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې په سختو حالاتو كښې د هغه دانشمند ٬ متوازن او مؤثر قيادت ملي يووالې لا مضبوط كړو او د ادارو ترمينځه همغږي يۍ باوري كړه۔ وزیر اعلیٰ د فیلډ مارشل سید عاصم منیر د مېړنۍ او بصيرت لرونكې مشرتابه ستائنه كولو سره ووئيل د هغه په مشرۍ كښې نه يوازې دا چې پاك پوځ دښمن ته مؤثر ځواب وركړو بلكې قومی وقار او دفاعی صلاحیت يۍ نوې بامونو ته ورسولو۔ ده ووئيل معركه حق يوازې يوه عسكري كاميابي نه بلكې د قومي عزم ٬ حوصلې او يو والي يو روښانه علامت دے۔ ده ددې عزم پخلے وكړو چې پاكستان به د خپلې سلامتيا ٬ استحكام او ګټو تحفظ له په هره كچه مضبوط او متحد پاتے كيږي










