پېښور ۔ 04 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د خېبرپښتونخوا ایجوکیشنل ټېسټنګ اېنډ ایویلیواېشن اېجنسی (ایټا) بل 2026 منظور كړو۔ د بل منظورۍ لپاره تحريك د قانون صوبائي وزير آفتاب عالم وړاندے كړو چې له مخې به يۍ په اولني ځل ايټا د باقاعده اېكټ له مخې چلولے شي۔ دې څخه وړاندې ادارې د آرډیننس په بنياد كار كولو۔ د غونډې په مهال د مسلم ليګ نون …
د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د خېبرپښتونخوا ایجوکیشنل ټېسټنګ اېنډ ایویلیواېشن اېجنسی (ایټا) بل 2026 منظور كړو

مزید خبریں
پېښور ۔ 04 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د خېبرپښتونخوا ایجوکیشنل ټېسټنګ اېنډ ایویلیواېشن اېجنسی (ایټا) بل 2026 منظور كړو۔ د بل منظورۍ لپاره تحريك د قانون صوبائي وزير آفتاب عالم وړاندے كړو چې له مخې به يۍ په اولني ځل ايټا د باقاعده اېكټ له مخې چلولے شي۔ دې څخه وړاندې ادارې د آرډیننس په بنياد كار كولو۔ د غونډې په مهال د مسلم ليګ نون غړې آمنه سردار په امتحاني نظام كښې شفافيت باوري كولو له يو شمېر ترميمونه وړاندې كړل۔ هغې د پېپر ليك كېدو او د نقل ختمولو په اړه ترميم وړاندې كولو سره د سختو اقداماتو غوښتنه وړه۔ په دې دقانون وزير آفتاب عالم ووئيل چې دا نكات وړاندې څخه د بل برخه دي او د ايټا نظام اوس زيات مؤثر شوے دے چې د كانديد تر وروستۍ پوښتنې رسېدو سره نتيجه په ډېش بورډ ښكاره كړی شوې وي۔ وروستو ايوان په متفقه توګه ايټا بل 2026 منظور كړو۔ په دې مهال اسمبلۍ د پبلك اكؤنټس كمېټۍ د مالي كال 2018-19 د رپورټ توثيق هم وكړو۔










