پېښور ۔ 04 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په غونډه كښې د سوات سېلاب ځپليو ته د معاوضې د نه ادا كېدو معامله پورته كړې شوه۔ سوات څخه ټاكلي د اسمبلۍ غړي فضل حكيم د اعتراض په نكته ووئيل چې د سېلاب 8 مياشتې شوې دي خو تر دې دمه ځپليو ته د رېليف پېكج لاندې معاوضه ادا نه كړې شوې۔ ده ووئيل د خزانې محكمې لخوا …
د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په غونډه كښې د سوات سېلاب ځپليو ته د معاوضې نه ادا كېدو معامله پورته كړې شوه

مزید خبریں
پېښور ۔ 04 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په غونډه كښې د سوات سېلاب ځپليو ته د معاوضې د نه ادا كېدو معامله پورته كړې شوه۔ سوات څخه ټاكلي د اسمبلۍ غړي فضل حكيم د اعتراض په نكته ووئيل چې د سېلاب 8 مياشتې شوې دي خو تر دې دمه ځپليو ته د رېليف پېكج لاندې معاوضه ادا نه كړې شوې۔ ده ووئيل د خزانې محكمې لخوا 800 ملین روپۍ جاري كړې شوي دي خو دا رقم مستحق وګړو ته نه دے رسېدلې۔ ده غوښتنه وكړه چې ضلعي انتظاميې ته دې د ادائيګو عمل تندولو هدايت وكړے شي دغسې چې د ځپليو د ستونزو ازاله وكړې شي۔ د هاؤسنګ صوبائي وزير ډاكټر امجد په دې موقع ووئيل چې د سوات ځپليو سره خواخوږۍ لپاره دې د رېليف سېكرټري راوبللې شي۔ ده ووئيل په سوات كښې په دې وروستۍ جرګه كښې هم دا مطالبه رامخې ته شوه۔ ده ووئيل كله چې كابينې د دې منظوري وركړې ده او دخزانې محكمې رقم جاري كړې دې نو بيا دا رقم ځپليو ته ولې رسېدلې نه دے۔ پریذائیډنګ آفیسر اسرار هدايت كړو چې اړوندې كمېټۍ دې سمه ډېټا جمع كړي دغسې چې ادائيګو كښې نور تاخير ونكړے شي۔ ده اړوند غړي ته هدايت وكړو چې راروانه غونډه كښې د پام ګرځونې نوټس وړاندې كړي دغسې چې د دې مسئلې مؤثر حل ولټولے شي۔










