د معركه حق آپرېشن بنیان مرصوص كاميابۍ يو كال په بشپړ كېدو لاريون ووېستلے شو

پېښور ۔ 04 مئی (اے پی پی) د سوات ضلعي انتظاميې تر اهتمام لاندې د معرکه حق آپرېشن بنیان مرصوص كاميابۍ يو كال بشپړ كېدو په موقع په تحصيل خوازہ خېله كښې لاريون ووېستلے شو۔ د سوات ډپټي كمشنر دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا لاريون د اسسټنټ کمشنر خوازہ خېله لقمان خان او اېډیشنل اسسټنټ کمشنر خوازہ خېله ریاض الحق په نګرانۍ كښې او د لائن …

پېښور ۔ 04 مئی (اے پی پی) د سوات ضلعي انتظاميې تر اهتمام لاندې د معرکه حق آپرېشن بنیان مرصوص كاميابۍ يو كال بشپړ كېدو په موقع په تحصيل خوازہ خېله كښې لاريون ووېستلے شو۔ د سوات ډپټي كمشنر دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا لاريون د اسسټنټ کمشنر خوازہ خېله لقمان خان او اېډیشنل اسسټنټ کمشنر خوازہ خېله ریاض الحق په نګرانۍ كښې او د لائن ډیپارټمنټس او خوازہ خېله كاروباري شخصياتو په مرسته ووېستلې شو۔ په لاريون كښې بېلو سركاري افسرانو ٬ اهلكارو ٬ كاروباري شخصياتو او عامو وګړو ګډون وكړو۔ د لاريون مقصد د هېواد سلامتيا لپاره وركړې شوو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كول او په اولس كښې د يووالي جذبې ته وده وركول و۔ ګډون كوونكو د قومي جذبې له مخې د پاك پوځ خذمات وستائل او د هېواد پرمختګ او استحكام لپاره يۍ د خپل بشپړ ملاتړ څرګندونه وكړه

مزید خبریں