ایبټ آباد،آپریشن بنیان مرصوص كښې په تاریخي بريا د ریټائرډ پوځي افسرانو پاك پوځ ته پېرزوئنې

ایبټ آباد۔ 04 مئی (اے پي پي) په آپریشن بنیان مرصوص كښې په تاریخي فتح د يو والي څرګندونې لپاره ایبټ آباد كښې د پاک پوځ ریټائرډ افسرانو د اړخه يوه وقار لرونكې دستوره وشوه ،دستوره كںښې د وطن سره د محبت او پوځ سره د غیر متزلزل تړون په زړه پورې څرګندونه وكړې شوه۔په دې موقع اشفاق احمد اعوان د (پاکستان ایئر فورس پخواني چیف وارنټ آفیسر)، نائب صوبیدار …

ایبټ آباد۔ 04 مئی (اے پي پي) په آپریشن بنیان مرصوص كښې په تاریخي فتح د يو والي څرګندونې لپاره ایبټ آباد كښې د پاک پوځ ریټائرډ افسرانو د اړخه يوه وقار لرونكې دستوره وشوه ،دستوره كںښې د وطن سره د محبت او پوځ سره د غیر متزلزل تړون په زړه پورې څرګندونه وكړې شوه۔په دې موقع اشفاق احمد اعوان د (پاکستان ایئر فورس پخواني چیف وارنټ آفیسر)، نائب صوبیدار (ر)طارق، نائب صوبیدار(ر)جهانګیر،حوالدار (ر)ګل رحمن، صوبیدار(ر)اکرم، صوبیدار(ر) میجر عبد الرحمن، صوبیدار اقبال او صوبیدار خورشید د آپریشن کامیابي د وسله والو ځواكونو د پیشه ورہ مهارت او جرات ثبوت وګړځولو ۔مقررین ووئېل پاک پوځ په بنیان مرصوص عمل کولو سره دښمن ته واضحه پیغام وركړو چې د پاکستان دفاع كښې به كومه کمزوريونه زغملې شي ۔ دوي په خاص توګه د پاک فضائیه د کردار ستائنې كولو سره ووئېل ایس فور ریډار په اودھم پور كښې په نښه كول يوه لويه عسکري کامیابي وه ، كومه به چې په تاریخ كښې په زرينو ټكو ليكلې شي ۔ دوي ووئېل د پاکستان پوځ عمر له په هر ډګر د دښمن ناپاکه عزائم خاورې كړي دي ، هغه كه د 1965 جنګ ؤ ، د 1971 معرکه وه یا د کارګل د دښمن غرور خاور كړے شوے۔ مقررين ووئېل قام ہمیشہ د خپلو مېړنو ځواكونو تر څنګ ولاړدے او بيا به هم اودرېږي ۔دوي دښمن له خبردارے وركړو چې د پاکستان کمزوري ګنلو تېر وتنه ونه كړئ،د ګران وطن زميز ،بحري او فضائي ځواكونه د دښمن په وړاندې د پولادو غرونه دي۔

مزید خبریں