د ټي بي کنټرول پروګرام بلوچستان د روغتيا محکمې خانوزئۍ مرکز ته د ټي بي تشخیص لپاره جدید جین ایکسپرټ مشين وركړو

کوئټه۔ 04 مئی (اے پي پي) د ټي بي کنټرول پروګرام بلوچستان او د روغتيا محکمې خانوزئۍ مرکز ته د ټي بي تشخیص لپاره جدید جین ایکسپرټ مشین وركړے شوے دے ۔دا مشین د ټي بي کنټرول پروګرام بلوچستان پراجیکټ منیجر، ډاكټر عرفان احمد د اړخه وركړے شو ، د كوم مقصد چې د خانوزئۍ او خوا وشا اولس ته د دوي په درشل په وخت ، معیاري او وړيا …

کوئټه۔ 04 مئی (اے پي پي) د ټي بي کنټرول پروګرام بلوچستان او د روغتيا محکمې خانوزئۍ مرکز ته د ټي بي تشخیص لپاره جدید جین ایکسپرټ مشین وركړے شوے دے ۔دا مشین د ټي بي کنټرول پروګرام بلوچستان پراجیکټ منیجر، ډاكټر عرفان احمد د اړخه وركړے شو ، د كوم مقصد چې د خانوزئۍ او خوا وشا اولس ته د دوي په درشل په وخت ، معیاري او وړيا تشخیصي سهولیات وركول دي،دغسې چې د ټي بي غوندې مرګوني رنځ زر تشخیص ممکن كړے شي۔په دې موقع د ټي بي کنټرول د صوبائي پروګرام منیجر، ډاکټر شیرافګن رئیساني ووئېل GeneXpert مشین وركولو څخه به نه يوازې عامې ټي بي بلکه د داروګانو خلاف د مزاحم ټي بي (ډرګ ریزسټنټ ټي بي) په وخت تشخيص هم ممکن شي ۔ هغه ووئېل د جدید ټیکنالوجۍ کارولو څخه به رنځورانو ته سمدستي او د موثر درملنې سهولیات وركړے شي ۔

مزید خبریں