پېښور 03 مئي (اے پي پي) د صحافت د آزادۍ نړيوالي ورځ په موقع خېبر یونین آف جرنلسټس د سيوري لاندي د پېښور پریس کلب په خوا كښې يو لاريون وشو۔د لاريون مشري د خېبر یونین آف جرنلسټس صدرکاشف الدین سید، د پېښور پرېس كلب صدر ایم ریاض، د پاکستان فیډرل ورکرز یونین آف جرنلسټس صدر شمیم شاهد او خېبر یونین آف جرنلسټس جنرل سیکرټری ارشاد علی كوله۔لاريون كښې د …
د صحافت د آزادۍ نړيوالي ورځ په موقع د خېبر یونین آف جرنلسټس تر سيوري لاندي لاريون

مزید خبریں
پېښور 03 مئي (اے پي پي) د صحافت د آزادۍ نړيوالي ورځ په موقع خېبر یونین آف جرنلسټس د سيوري لاندي د پېښور پریس کلب په خوا كښې يو لاريون وشو۔د لاريون مشري د خېبر یونین آف جرنلسټس صدرکاشف الدین سید، د پېښور پرېس كلب صدر ایم ریاض، د پاکستان فیډرل ورکرز یونین آف جرنلسټس صدر شمیم شاهد او خېبر یونین آف جرنلسټس جنرل سیکرټری ارشاد علی كوله۔لاريون كښې د پرنټ، الیکټرانك او ډیجیټل میډيا سره تعلق لرونكو خبريالانو ګډون وكړو،ګډون كوونكو بینري او پلے کارډونه پورته كړې وو په كومو چې د صحافت د آزادۍ ، خبريالانو د تحفظ او میډیا آزادۍ په حق كښې نعرے ليكلې شوې وي۔ په دې موقع د واك ګدون كونكو ته مقررینو ووئيل د ټولي نړۍ په شان پاکستان كښې هم د صحافت پېشه پرله پسې د ستونزو ښكاره ده او خبريالان حکومتی و سیاسی دباؤ، معاشی مشکلات، سنسرشپ او نورو مسئلو سره مخ كيږي۔دوي ووئيل د آزادي ميډيا نه غير د جمهوریت تصور ناممکنه دے ځكه چې ميډيا د ټولني د اصلاح، احتساب او اولسي شعور بيدارولو كښې بنيادي كردار لري۔










