پیپلز ایئر ایمبولینس د اولس خدمت لپاره چمتو دے ، ډېر زر به د طبي خدمات رسمي پېل وكړے شي ، میر سرفراز بګټي

کوئټه۔ 30 اپریل (اے پي پي)د بلوچستان په تاریخ كښې په وړومبي ځل عام وګري ته د بيړنۍ طبي مرستې وركولو لپاره د ایئر ایمبولینس منصوبې عملي شکل اختیار کړے دے ۔ پیپلز ایئر ایمبولینس د اولس خدمت لپاره چمتو دے او ډېر زر به د دې خدمات په رسمي توګه پېل كړې شي ۔ په سوشل میډیا د پیپلز ایئر ایمبولینس عكسونه وركولو سره وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي ووئېل …

کوئټه۔ 30 اپریل (اے پي پي)د بلوچستان په تاریخ كښې په وړومبي ځل عام وګري ته د بيړنۍ طبي مرستې وركولو لپاره د ایئر ایمبولینس منصوبې عملي شکل اختیار کړے دے ۔ پیپلز ایئر ایمبولینس د اولس خدمت لپاره چمتو دے او ډېر زر به د دې خدمات په رسمي توګه پېل كړې شي ۔ په سوشل میډیا د پیپلز ایئر ایمبولینس عكسونه وركولو سره وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي ووئېل د بلوچستان اولس سره كړې يوه بله وعده تر سره كېږي او د پیپلز ایئر ایمبولینس آغاز به ډېر زر وكړے شي ۔ ده ووئېل د دې فضائي سروس د لارې د سنګین نوعیت ژوبل او ناروغه به سمدستي د لويو ښارونو هسپتالونو ته منتقل کېدې شي ، چې ورسره به د قیمتي بشري ځانونو بچ كولو له مرسته تر لاسه شي ۔د بلوچستان وزیراعلیٰ ووئېل د صوبې لرې پرتو او پسماندہ سيمو كښې چې چرته په وخت طبي سهولیات ورسول يو لوي چیلنج پاتي دے هلته ایئر ایمبولینس سروس يو انقلابي ګام به ثابت شي ۔ د دې جدید سهولت د لارې د پیښو ، قدرتي آفات یا د كوم هم ناڅاپي صورتحال كښې سمدستي رسپانس به ممکن كړے شي۔ ده ووئېل د بلوچستان حکومت د صحت څانګې ښه والي او په جدید ډول برابرولو لپاره سنجیدہ اقدامات کوي دغسې چې هر وګړي ته په وخت او معیاري طبي سهولیات ورسول باوري كړے شي او پیپلز ایئر ایمبولینس سروس هم د دې وژن عکاس دے ۔

مزید خبریں