پېښور ۔ 29 اپرېل (اے پی پی) پاكستان تېر كال د 6 او 7 مئي منځومانۍ شپه كښې په پنجاب او آزاد كشمير د هندي له جارحيت وروستو درې چنده لوے دښمن ته عبرتناكه ماتې وركولو سره د مودي د پوځي سرلوړۍ او سيمه ايزې بريا خوبونه او نظريه له منځه يوړه۔ د پاكستان او آزاد كشمير په 9 ځايونو د هندي بريدنو په نتيجه كښې د مېرمنو او كوچنيانو …
معركه حق: د مودي د پوځي سرلوړۍ او سيمه ايزې بريا خوبونه نيمګړې پاتې شول

مزید خبریں
پېښور ۔ 29 اپرېل (اے پی پی) پاكستان تېر كال د 6 او 7 مئي منځومانۍ شپه كښې په پنجاب او آزاد كشمير د هندي له جارحيت وروستو درې چنده لوے دښمن ته عبرتناكه ماتې وركولو سره د مودي د پوځي سرلوړۍ او سيمه ايزې بريا خوبونه او نظريه له منځه يوړه۔ د پاكستان او آزاد كشمير په 9 ځايونو د هندي بريدنو په نتيجه كښې د مېرمنو او كوچنيانو په شمول ګڼ شمېر وګړي شهيدان شول۔ پاك پوځ په 10 مئی 2025 د ورځې په رڼا كښې آپرېشن بنیان مرصوص پېل كولو سره مړانې سره د دښمن ځواب وكړو او د مهمو پوځي تنصيباتو تباه كولو سره سره يۍ د رافيل په شمول يو شمېرې جنګي الوتكې نسكورې كړې۔ پاك پوځ په صورت ګړھ، سرسا، سرینګر، جمو او پټھان کوټ كښې د دښمن فضائي اډې هم ويجاړې كړې او دغسې په بیاس او نګروټه كښې يۍ’’برهموس‘‘ میزائل سائټس له منځه يوړو۔ دې سره سره په آدم پور او بھوج كښې د هند ’’اېس-400‘‘ سسټمز تباه كولو د هند دفاعي ډھال غېر مؤثر كړے شو۔ د پاكستان د دې تاريخي بريا په جشن كښې وزيراعظم شهباز شريف 10 مئي د معركې ورځ په توګه د لمانځلو اعلان وكړو۔ د وزيراعظم په اپېل د خېبر پښتونخوا په شمول په ګرد هېواد كښې معركه حق ورځ جوش او جذبې سره لمانځلې شي۔ د پېشور پوهنتون د انټرنېشنل ريليشنز څانګې چيئرمېن پروفېسر ډاکټر عدنان سرور خان د شورو په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل معركه حق كښې پاكستان د مودي تش د نامې سياسي سرلوړۍ او پوځي بريا دعوې خاورو سره سمې كړې۔ ده ووئيل په پنجاب او آزاد كشمير له بريدونو څخه وروستو پاكستان سره له بشپړ ځواب كولو پرته بله لاره نه وه۔ د ډاكټر عدنان سرور خان له مخې معركه حق د هندي ميډيا پاكستان مخالفه پروپېګنډه غلطه ثابته كړه۔ د پېښور پوهنتون د سياسيات څانګې چیئرمېن پروفېسر ډاکټر اے اېچ هلالی ووئيل چې د معركه حق كاميابۍ په نړيواله كچه د مودي اېمج ته زيات زيان ورسولو٬ هند نړيوالې تنهايۍ سره مخ شوے دے۔ ده ووئيل كه مودي د وزيراعظم د پهلګام شريكو پلټنيو كولو پېشكش قبول كړے و نو نن به نړۍ كښې مسخره جوړ شوے نه و۔ د پخوانۍ فاټا د امن سېكرټري برېګېډیئر (ر) محمود شاہ ووئيل د جے 10 سی تر اوږدې فاصلې ويشتونكي رېډار او ميزائل سسټم پاكستاني پائيلوټان 200 كلوميټره څخه لرې د رافيل په نښه كولو جوګه كړل۔ ده ووئيل جنګونه يوازې په وسلو نه بلكې په غوره تګلاره ٬ همغږۍ او د مړانې په جذبه ګټلې شي۔ ده ووئيل په جنګ كښې له ناكامۍ وروستو د مودي سياسي ګراف تندۍ سره پرېوتو۔ ده ووئيل تر څلور ورځو روان پاتې شوې دا جنګ امريكا په ثالثۍ كښې ختم شو۔ معرکه حق نه يوازې دا چې په روايتي جنګونو كښې د فضائي قوت اهميت رامخې ته كړو بلكې نړۍ ته يۍ پېغام وركړو چې په منطقه كښې د بريا پرېكړه د الوتكو شمېر نه بلكې معياري جنګي پلېټ فارمز او بصيرت لرونكې مشرتابه كوي










