د حکومت سره سره بېلا بېلې شخصي ادارې هم د تعلیمي معیار ښه كولو لپاره هڅې كوي د بلوچستان ګورنر

کوئټه۔ 28 اپریل (اے پي پي)د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخیل وئېلي دي د حکومتي هلو ځلو سره سره بېلا بېلې شخصي ادارې هم د صوبې ماشومانو د تعلیم په كالو سنګارولو لپاره هڅې كوي ، د یونیسیف ادارہ د پرائمري تعلیم ودې سره د جدید هنر ښودولو ته هم خاص پام لرنه كوي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د یونیسیف تابيا كړې دستورې ګدون كوونكو ته وېنا كښې وكړه …

کوئټه۔ 28 اپریل (اے پي پي)د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخیل وئېلي دي د حکومتي هلو ځلو سره سره بېلا بېلې شخصي ادارې هم د صوبې ماشومانو د تعلیم په كالو سنګارولو لپاره هڅې كوي ، د یونیسیف ادارہ د پرائمري تعلیم ودې سره د جدید هنر ښودولو ته هم خاص پام لرنه كوي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د یونیسیف تابيا كړې دستورې ګدون كوونكو ته وېنا كښې وكړه ۔ دستوره كښې د تعلیم صوبائي وزيره راحیله حمید دراية ، میر عاصم کرد ګیلو ، پارلیماني سیکرټري حاجی برکت رند ، د یونیسیف چیف فیلډ آفیسر ډاکټر همایون امیري ، د صوبائي اسمبلۍ غړې کلثوم نیاز بلوچ، د یونیورټي آف کیمبرج اینډ اسکول پروفیسر ملک فیاض ، د پاکستان مسلم لیګ ن لارښود ایډوکیټ فرید خان افغان، چوهدري شبیر احمد، د یونیسیف ټیم ممبرز سحرش ناګي ، شازیه نذیر او حامد باقي هم موجود وو ۔ ګورنر ووئېل دلته د ماشومانو يو لوي اکثریت د شدید غربت او سيمه اېزې پسماندګۍ په وجه سکولونو ته نه ځي ، د یونیسیف په هڅو د دې غریبو ماشومانو يوې ګڼې شمېرې اندراج له سږ كال ډېره مرسته تر لاسه شوې كوم چې د ستائېلو جوګه عمل دے ۔ ده ووئېل د یونیورسټي آف کیمبرج اینډ اسکول کلرکهار اود مدینه ویلفیئر فاؤنډیشن د اړخه د بلوچستان اسټوډنټس معاونت ته پېرزوئنې وړاندې كوو ۔ ګورنر ووئېل ماشومان رښتوني وي ځكه زما زړه ته ډېر نزدې دي ۔ د دې نه وړاندې ګورنر ته یونیسیف او د یونیورسټي آف کیمبرج اینډ اسکول کلرکهار د اړخه سوینئرز وړاندې كړے شو ۔

مزید خبریں