پیښور ۔ 28 اپریل (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ کفایت شعاري قامي رویه ګرځولو ، د ون ډش پالیسۍ مؤثره نفاذ، د ودونو هالونه د شپې تر 10 بجو بندولو او د نوو سرکاري بھرتیو څخه د ډډې بشمول په مهمو سفارشاتو مشتمل قرارداد او دغسې باړه تحصیل كښې د ډرون بريدونو مخ نيوي له دويم قرارداد په يوه خله منظور کړو، چې پكښې د وسائل په مؤثر استعمال او …
د خېبر پښتونخوا اسمبلي، د غیرضروري سرکاري بھرتیو څخه د ډډې كولو بشمول په مهمو سفارشات مشتمل قرارداد منظور كړو

مزید خبریں
پیښور ۔ 28 اپریل (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ کفایت شعاري قامي رویه ګرځولو ، د ون ډش پالیسۍ مؤثره نفاذ، د ودونو هالونه د شپې تر 10 بجو بندولو او د نوو سرکاري بھرتیو څخه د ډډې بشمول په مهمو سفارشاتو مشتمل قرارداد او دغسې باړه تحصیل كښې د ډرون بريدونو مخ نيوي له دويم قرارداد په يوه خله منظور کړو، چې پكښې د وسائل په مؤثر استعمال او اولسي تحفظ لپاره په سمدستي اقدامات زور راوړلے شو۔ د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ غونډې په مهال د مسلم لیګ (ن) غړې آمنه سردار د موجودہ معاشي حالاتو تر مخه کفایت شعاري قامي ضرورت ګرځولو له يو مهم قرارداد وړاندې كړو ۔ قرارداد كښې د وزیراعظم شهباز شریف د اړخه پېل كړے شوے د کفایت شعارۍ كمپائن په وخت اقدام ګرځولو سره د دې دائرہ د حکومتي كچې نه تر قامي رویې په جوړولو زور راوړلے شو۔ د قرارداد متن تر مخه سرکاري ادارو كښې د توان او وسائلو مؤثر او ذمه واره استعمال دې باوري كړے شي ، غیر ضروري خرڅونه دې کم کړے شي او په حکومتي كچه دې سادګۍ ته وده وركړې شي۔ دغسې تعلیمي ادارو كښې د کفایت شعارۍ شعور دې نصاب او د عملي فعاليتونو د لارې رامخې ته كړے شي او په اولسي كچه دې د خبرتيا كمپائن په چلولو د ودونو او ښاديو او نورو دستورو كښې د فضول خرچۍ حوصله ماته كرې شي ۔ قرارداد كښې د ون ډش پالیسۍ په مؤثر نفاذ، د ودونو هالز وختونه تر 10 بجو محدود کولو ، شاپنګ مالز او تجارتي مرکزونه د شپې په 9 بجې د بندولو سفارش هم وكړے شو ۔ دغسې د غیر ضروري سرکاري چوكو او انتظامي بار د سره بيا جائزہ اغستو او په ضلعي كچې د اضافي عملې په خاص توګه د اسسټنټ کمشنرز شمېره د ضرورت تر مخه په محدود کولو زور راوړلے شو ۔دغسې بل قرارداد عبدالغني په باړه تحصیل كښې د مبینه ډرون بريدونو خلاف وړاندې كولو سره ووئېل دا سيمه د امن لرلو باوجود هره ورځ د بريدونو سره مخ كېږي ، د كومو په نتیجه كښې چې بے ګناہ وګري ، په خاص توګه مېرمنې او ماشومان ځپلے كېږي او املاک ته زيان رسي ۔ده د غونډې نه غوښتنه وكړه چې د دې بريدونو سمدستي مخ نيوي لپاره مؤثر او كوټلي ګامونه واخلي چې ورسره د ځانون تحفظ باوري كړے شي










