معرکه حق: د پاکستان د قوت او قامي يووالي عكاسي

پېښور ۔ 28 اپرېل(اے پی پی) د معركه حق په مهال د وسله والو ځواكونو ترڅنګ لكه د مضبوط غر په اودرېدو پاكستانے اولس د يو نه مسخر كېدونكې قوت په توګه رامخې ته شو كوم چې د هند د سيمې ايزې بريا بې بنسټه بيانيه له منځه يوړه۔ د معركه حق په مهال كراچۍ څخه تر چترال او ګوادر څخه تر مظفر آباد ٬ آزاد كشمير په ګرد هېواد …

پېښور ۔ 28 اپرېل(اے پی پی) د معركه حق په مهال د وسله والو ځواكونو ترڅنګ لكه د مضبوط غر په اودرېدو پاكستانے اولس د يو نه مسخر كېدونكې قوت په توګه رامخې ته شو كوم چې د هند د سيمې ايزې بريا بې بنسټه بيانيه له منځه يوړه۔ د معركه حق په مهال كراچۍ څخه تر چترال او ګوادر څخه تر مظفر آباد ٬ آزاد كشمير په ګرد هېواد كښې وطن سره د مينې ٬ نه كمزورې كېدونكې عزم او د يو والي ګډ احساس وليدے شو۔ پخواني سفير منظور الحق اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل د معرکه حق په مهال د قام جذبه تاريخي وه كومه چې د قامي يووالي عكاسي كوي۔ ده ووئيل د قائداعظم د اتحاد، ایمان او تنظیم اصول عملي كړے شول۔ د ژوند هرې څانګې سره تعلق لرونكو د پاك پوځ ملاتړ له اودرېدل۔ ده ووئيل پاكستان زمكې ، فضا او سمندر سره سره د ټېكنالوجۍ په جنګ كښې هم دښمن ته ماتې وركړه او خپله روايتي بريا يۍ ثابت كړه۔ پاك هوائي پوځ د رافیل په شمول يو شمېر هندۍ الوتكې رانسكورې كړې۔ دفاعی تجزیه کار برېګیډیئر (ر) محمود شاہ اے پی پی سره خبرو كښې ووئيل د تېر كال مئي مياشتې په 6 مه او 7 مه نېټه د هند د توغندو او ډرون بريدونو پاكستان بشپړ ځواب وركړو۔ د هند را د پاكستان بدنامولو په هڅه كښې پھلګام كښې فالس فلېګ آپرېشن وكړو كوم كښې چې ناكامه راغله ۔ برېګېډیئر (ر) محمود شاہ ووئيل د معركه حق نتيجې لړزونكې وې ٬ دې په سوئيلي آسيا كښې د طاقت توازن بدل كړو او دا ثابته شوه چې پاكستان پرېكنده ځواب وركولې شي او په يو شمېر څانګو كښې د جارحيت مخه نيولې شي۔ ده ووئيل په 8 او 9 مئی 2025 د پاکستان جنګی مشینری حرکت كښې راغله اود پرېكنده بريد چمتوالے يې ونيولو ۔ د پوهانو وېنا ده چې د تېر كال د مئي مياشت 10 مه نېټه د قام په روح كښې ټول عمري لپاره نقش شوه۔ په يوه نه مسخر كېدونكې ورځ كښې د هند پوځي تنصيبات خاموش كړے شول۔ په آدم پور او بھج كښې موجود S-400 سسټمز هم ناكاره كړے شو۔ معرکه حق د پاكستان د دفاعي تاريخ يو داسې باب دے كوم به چې د پاكستان د امنيتي ځواكونو د نه كمزورې كېدونكې قامي جذبې او پېشه ور چلند اعلان په توګه ياد ساتلے شي۔ وزيراعظم شهباز شريف په 12 مئی 2025 د مئي 10 مه نېټه د معركه حق ورځ وګرځوله كومه چې يوه يادګاره ورځ ده۔ د پوهانو وېنا ده چې پاکستان د خپلې خپلواكۍ دفاع ٬ د خپل اولس د حفاظت او د رښتيا برقراره ساتلو له ټول صلاحيتونه او قوت لري۔ سول سوسائټی، دانشوران او عام وګړي د معركه حق شهيدانو استوګنو ته ځي او هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ په خېبر پښتونخوا كښې شهيدانو لپاره د لوړو درجو اود پاكستان تعمير ٬ پرمختګ او سوكالۍ له خصوصي دعاګانې غوښتلې شي۔(

مزید خبریں