پېښور ۔ 28 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د نهې په ورځ د زرعي پوهنتون ډېره اسماعيل خان وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر لطيف ګوندل ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې د ملاقات په مهال په صوبه كښې زده كړو ته په وده وركولو او ادارو ته په پېښو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ فېصل كريم كنډي ووئيل د زده كړو آسانۍ …
د خېبر پښتونخوا ګورنر سره د زرعي پوهنتون ډېره اسماعيل خان وي سي ملاقات ٬ زده كړو ته په وده وركولو او ادارو ته په پېښو مسئلو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
پېښور ۔ 28 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د نهې په ورځ د زرعي پوهنتون ډېره اسماعيل خان وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر لطيف ګوندل ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې د ملاقات په مهال په صوبه كښې زده كړو ته په وده وركولو او ادارو ته په پېښو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ فېصل كريم كنډي ووئيل د زده كړو آسانۍ زياتول او ادارې مضوطول د صوبې غږ دے۔ ده ووئيل زرعي پوهنتون ډېره اسماعيل خان زمونږ د منطقې يوه مهمه تعليمي اداره ده او دې ته ترقي وركولو او د دې مسئلې ختمولو ته مونږ تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوو۔ وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر لطیف ګوندل ووئيل چې د زرعي پوهنتون ډېره اسماعيل خان ترقي زمونږ لومړۍ ترجيح ده٬ زمونږ مقصد دا مادر علمي په خپلو پښو اودرول دي۔ ګورنر د وائس چانسلر جذبې وستائلې او هغه ته يۍ د بشپړه مرستې باور وركړو۔ ده وائس چاسنلر ته خصوصي شيلډ هم ډالۍ كړو۔










