اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) په پهلګام فالس فليګ آپريشن كښې د هندي استخباراتي اېجنسۍ "را" ناوړه څېره بې نقابه شوې د كومې پټ دستاوېزات چې افشا كېدو سره په منظر عام راغلي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې په هند كښې د سياسي مقاصد بشپړتيا او انتها پسندۍ څخه پام اخوا كولو لپاره په رياستي سرپرستۍ كښې فالس فلېګ آپرېشنز د تاريخ تور باب دے٬ د پهلګام …
د پهلګام فالس فليګ آپريشن د “را” ناوړه څېره بې نقابه كړه

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) په پهلګام فالس فليګ آپريشن كښې د هندي استخباراتي اېجنسۍ “را” ناوړه څېره بې نقابه شوې د كومې پټ دستاوېزات چې افشا كېدو سره په منظر عام راغلي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې په هند كښې د سياسي مقاصد بشپړتيا او انتها پسندۍ څخه پام اخوا كولو لپاره په رياستي سرپرستۍ كښې فالس فلېګ آپرېشنز د تاريخ تور باب دے٬ د پهلګام پېښې نه سمدستي وروسته د “را” ليك شوې دستاويزاتو فالس فليګ سازش بې نقابه كړې ٶ٬ په دستاويزاتو كښې واضح هدايات موجود ٶ په ضلع اسلام آباد كښې به د منصوبه بندۍ له مخې يو فالس فلېګ آپرېشن كولې شي٬ په دستاوېزاتو كښې وئيلي شوي چې د فالس فلېګ نه پس به په منظمه توګه د ميډيا د لارې دا بيانيه جوړولې شي چې په غير مسلمو بريد شوے دے۔ د دستاويزاتو له مخې په سوشل ميډيا د 200 نه زيات اکاونټس فعاله كولو سره به د پاکستان په ضد بيانيه كښې شدت راوستې شي٬ د فالس فليګ آپرېشن نه پس په دريو ساعتو كښې دننه د هندي ميډيا لخوا پاكستان دې پېښې لپاره د ذمه وار ګرځولو بې لارې كوٶنكې كمپائن هم د دې دستاوېزاتو برخه ده٬ په دستاويزاتو كښې دا هم ښكاره ليك ٶ چې فالس فلېګ آپرېشن به بنياد جوړولو سره نړيوالې ورورولۍ څخه د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د مرستې اپيل كولې شي٬ په ليك شوي دستاويزاتو كښې د پاکستان ھغه دريځ ته لا وده ترلاسه شوه چې د پهلګام پېښه يو فالس فليګ آپريشن ٶ كوم چې د هند په رياستي سرپرستۍ كښې د ماضي د كارروائيو تسلسل ٶ٬ د پوهانو له مخې په دې دستاوېز كښې واضح شوې چې پهلګام يوازې يوه پېښه نه بلكې سياسي مقاصد ترلاسه كولو لپاره جوړه كړې شوې يوه ناوړه منصوبه وه٬ دستاويزاتو څخه د هندوتوا نظرياتو له مخې د هند د استخباراتي ايجنسۍ “را” د ترهګرۍ وړ عزائم بې نقابه شوے دي۔










