پېښور 24 اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل ګورنر کريم کنډي په خېبر ضلع كښې د امنيتي اهلكارو لخوا په کامياب آپريشن كښې د 22 ترهه ګرو په وژلو امنيتي اهلكارو ته پيرزوئنې وړندې كړي۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې په خپل بيان كښې ګورنر ووئيل هېواد څخه د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د امنيتي اهلكارو قربانۍ د قدر وړ دي او ټول قام په هغې فخر …
د خېبر پښتونخوا ګورنر په خېبر ضلع كښې په کامياب آپريشن امنيتي اهلكارو ته پيرزوئنې

مزید خبریں
پېښور 24 اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل ګورنر کريم کنډي په خېبر ضلع كښې د امنيتي اهلكارو لخوا په کامياب آپريشن كښې د 22 ترهه ګرو په وژلو امنيتي اهلكارو ته پيرزوئنې وړندې كړي۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې په خپل بيان كښې ګورنر ووئيل هېواد څخه د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د امنيتي اهلكارو قربانۍ د قدر وړ دي او ټول قام په هغې فخر كوي۔ده ووئيل د ترهه ګرو په ضد مؤثره کارروائي د امن پلو يو مهم پيش رفت دے۔ګورنر د ترهه ګرو په ډزو کښې د 10 كلن ماشوم په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه او د غمجني كورنۍ سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل د پاکستان قيادت منطقه او نړۍ كښې د امن ودي لپاره بشپړه هڅي كوي،دغسې ترهه ګر عناصر دغه هڅو ته زيان رسول غواړي۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمے به دا كاروائي رواني وي۔










