کوئټه 23 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلي مير سرفراز بګټي په صوبه كښې په ټولنيزه كچه د زياتېدونكې تشدد او د انتها خوښۍ رجحاناتو موثره مخ نيوي لپاره يو مهم پېشرفت كولو سره د بلوچستان د وړومبني ريسرچ سينټر "بلوچستان سينټر آف ايکسيلنس آن کاٶنټرنګ وائلنټ ايکسټريم ازم " رسمي پرانسته وكړه۔ د پرانستې په دستوره كښې صوبائي داخله وزير مير ضيا لانګو، د اسمبلۍ غړو، اعلي سرکاري …
د تشدد سوچ او د انتها خوښۍ بيانيه حوصله ماتولو لپاره عملي اقدامات ضروري دي۔ مير سرفراز بګټي

مزید خبریں
کوئټه 23 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلي مير سرفراز بګټي په صوبه كښې په ټولنيزه كچه د زياتېدونكې تشدد او د انتها خوښۍ رجحاناتو موثره مخ نيوي لپاره يو مهم پېشرفت كولو سره د بلوچستان د وړومبني ريسرچ سينټر “بلوچستان سينټر آف ايکسيلنس آن کاٶنټرنګ وائلنټ ايکسټريم ازم ” رسمي پرانسته وكړه۔ د پرانستې په دستوره كښې صوبائي داخله وزير مير ضيا لانګو، د اسمبلۍ غړو، اعلي سرکاري چارواكو او د اړوندو ادارو نمائندګانو ګډون وكړو٬ په دې موقع د داخله چارو ايډيشنل چيف سيکرټري محمد حمزه شفقات د سينټر په اغراض و مقاصد، تحقيقي دائره کار او د سباون په اقدامات تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وزيراعلي مير سرفراز بګټي ووئيل دا سينټر به د تحقيق د لارې ځوانانو ته په ورمخې ته مسئلو رڼا اچوي او د دغي حل لپاره به كوتلې بنياد وركوي۔ ده واضحه كړه چې ځوانان په زړه پورې هلو ځلو ته راغب كول د حكومت وړومبۍ بام لرنه ده او د تشدد سوچ او د انتها پسنده بيانيو حوصله ماتولو لپاره عملي اقدامات ضروري دي۔ وزيراعلي په دې مهم اقدام د صوبائي داخله وزير مير ضيا لانګو، د كورنيو چارو صوبائي ايډيشنل چيف سيکرټري محمد حمزه شفقات او د اړوندې انتظاميه د هلو ځلو ستائنه وكړه










