د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د پيپلز پارټي علماﺀ و مشائخ ونګ صوبائي صدر ملاقات ،د هېواد په مجموعي سياسي و سماجي صورتحال د خيالاتو څرګندونه

پېښور 23 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د پيپلز پارټي د علماﺀ و مشائخ ونګ خېبرپښتونخوا صدر پير آفتاب عالم په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو او د هېواد په مجموعي سياسي و سماجي صورتحال ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د ګورنر هاؤس وياند له مخې ملاقات كښې د هېواد په مجموعي سياسي و سماجي صورتحال د خيالاتو څركندونه وشوه ٬ دغسې به موجوده …

پېښور 23 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د پيپلز پارټي د علماﺀ و مشائخ ونګ خېبرپښتونخوا صدر پير آفتاب عالم په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو او د هېواد په مجموعي سياسي و سماجي صورتحال ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د ګورنر هاؤس وياند له مخې ملاقات كښې د هېواد په مجموعي سياسي و سماجي صورتحال د خيالاتو څركندونه وشوه ٬ دغسې به موجوده حالاتو كښې د علما و مشائخو د کردار په اهميت هم خبرې وشوې۔ګورنر ووئيل علما و مشائخ ټولنه كښې امن، رواداري او د ورورولۍ وده كښې په زړه پوري کردار ترسره كوي۔ده ووئيل د هېواد موجوده حالات كښې د مذهبي لارښودو ذمه واري ده چې اتحاد، همغږۍ او د اعتدال خوښۍ پيغام عام کړي دغسې چې ټولنه كښې د اړي ګړي فضا ختمه شي۔پير آفتاب عالم ووئيل علما و مشائخو عمر له هېواد كښې امن و استحکام لپاره مثبت کردار ترسره كړے او سباؤن كښې به د قامي يووالي ودي لپاره خپل کردار ترسره كوي۔ملاقات كښې دې خبري ته سلا راغله چې علما و مشائخ به ټولنه كښې اصلاح، برداشت او د همغږۍ ودي له به لا هم فعاله کردار ترسره كوي

مزید خبریں