د وزيراعظم په مشرۍ كښې د پوليو مخ نيوي په اړه مهمه غونډه٬د هېواد څخه د پوليو مرګوني رنځ بشپړه خاتمې له عزم لرو۔شهباز شريف

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد څخه د پوليو بشپړه خاتمې ل ه د عزم څرګندونې كولو سره د پوليو په ضد په جنګ كښې د پوليو مخ نيوي ډلې هڅې وستائېلې۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پوليو مخ نيوي جاج اغستو له غونډه د وزيراعظم …

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد څخه د پوليو بشپړه خاتمې ل ه د عزم څرګندونې كولو سره د پوليو په ضد په جنګ كښې د پوليو مخ نيوي ډلې هڅې وستائېلې۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پوليو مخ نيوي جاج اغستو له غونډه د وزيراعظم په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال٬ وزير مملكت ډاكټر ملك مختار احمد بهرتھ٬د خزانې او ريلوے وزير مملكت بلال اظهر كياني٬د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن سينيټر عائشه رضا فاروق او اړوند اعلٰی سركاري چارواكو ګډون وكړو ۔د غونډې ګډون كوونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئېل د هېواد څخه د پوليو مرګونې رنځ بشپړه خاتمې له عزم لرو۔وزيراعظم د پوليو په ضد جنګ كښې د پوليو ډلې بشپړه هڅو ستائنه وكړه۔په غونډه كښې د پوليو مخ نيوي په اقدامات بريفنګ وركړے شو چې پكښې وئېل شول د كال 2026 په مهال تراوسه په پاكستان كښې د پوليو يوازې يو كيس٬د سجاول ضلعې څخه رپورټ شوے ۔ په كال 2024 كښې د پوليو 74 كسيز او په كال 2025 كښې 31 كيسونه رپورټ شوي وو ۔پنجاب٬خېبرپښتونخوا٬ بلوچستان٬اسلام آباد٬ګلګت بلتستان او آزاد جمو كشمير كښې څخه سږ كال تراوسه د پوليو كوم كيس نه دې رامخې ته شوے۔غونډې ته ووئيل شول ډېره اسماعيل خان ضلع كښې د ستمبر 2025 څخه د پوليو كوم كيس نه دې رپورټ شوے۔بنو ضلع كښې د پوليو څخه د زياتو ځپلو شوو يونين كونسلز شمېره د 62 نه 6 ته راغلې۔د دې نه علاوه وفاق او به صوبائي كچه اي پي آئي او پي اي آئي انضمام په اړه تګلاره جوړېږي ۔ د بينظيرانكم سپورټ پروګرام اقدامات د پوليو مخ نيوي سره په تړل هم كار كيږي۔

مزید خبریں