اسلام آباد 22 اپرېل (اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د تركيې خارجه وزير هاكان فيدان سره ټېليفوني تماس نيولے دے ۔د شورو په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو په منطقه كښې په تازه پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وكړه او د شخړو پرامن هواري لپاره يې د مكالمې او سفارتكارۍ د اهميت يو ځل بيا توثيق وكړو۔نائب وزيراعظم …
د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د تركيې خارجه وزير سره ټېليفوني تماس

مزید خبریں
اسلام آباد 22 اپرېل (اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د تركيې خارجه وزير هاكان فيدان سره ټېليفوني تماس نيولے دے ۔د شورو په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو په منطقه كښې په تازه پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وكړه او د شخړو پرامن هواري لپاره يې د مكالمې او سفارتكارۍ د اهميت يو ځل بيا توثيق وكړو۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار تيره اونۍ د انطاليه ډپلوميسي فورم په مهال د وزيراعظم او پاكستاني پلاوي پشمول پخپله مېلمستيا كولو د تركيې مننه وكړه۔ده په دې خبره هم مننه وكړه چې د اے ډي ايف په موقع د آر-4 دريمې غونډې كوربتوب هم تركيه كړے چې پكښې تركيه٬سعودي عرب٬مصر او د پاكستان خارجه وزيرانو ګډون كولو










