اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان، سيفران چارو وفاقي وزير او پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي دي د جلسو په ناكامۍ پي ټي آئي ته د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه په سټيډيم كښې د رابللو حاجت پېښ شو ، کوهاټ، حيات آباد او مردان كښې جلسې ناكامه شوي دي۔ د شورو په ورځ جاري شوې بيان كښې وفاقي وزير …
د کوهاټ، حيات آباد او مردان جلسو په ناکامۍ پي ټي آئي ته د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه په سټيډيم كښې راوبللو حاجت پېښ شو۔انجينئر امير مقام

مزید خبریں
اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان، سيفران چارو وفاقي وزير او پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي دي د جلسو په ناكامۍ پي ټي آئي ته د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه په سټيډيم كښې د رابللو حاجت پېښ شو ، کوهاټ، حيات آباد او مردان كښې جلسې ناكامه شوي دي۔ د شورو په ورځ جاري شوې بيان كښې وفاقي وزير امير مقام ووئيل اولس نه پس کارکن هم د پي ټي آئي دروغو څخه تنګ شول ،ځكه د صوبائي اسمبلۍ غړي او وزيران سټيډيم ته بللې شوي،د اسمبلي ودانۍ لرلو سره سټيډيم كښې د صوبائي اسمبلۍ غونډه رابلل فضول خرچي ده ٬ د دې به حساب وركوي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ او بے روزګارۍ خاتمه، اولسي خذمت او پرمختګ كښې پي ټي آئي د 13 كلونو راهسې ناكامه ده، د پي ټي آئي کارکردګي نشته، ځكه د يوې نه پس د بلي ډرامې چمتوالے نيسي۔ وفاقي وزير ووئيل په سټيډيم كښې د اسمبلۍ غونډه ځكه رابللې شوي چې اډياله ته تللو ته حاجت پېښ نشي چرته چې اوس څوك هم نه ځي،وړاندې به ئې وئيل چې د ملاقات اجازه نه شته، اوس د ملاقات په ورځ هم كوم ليډر د زندان په خوا كښې نه وي۔










